1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اميتاب بچن ته د فلم نړيواله جایزه ورکړل شوه

۱۳۹۹ اسفند ۳۰, شنبه

د هندوستان سینما وتلي ستوري، اميتاب بچن ته د فلم نړیوال آرشيف د فدراسيون جايزه «FIAF» ورکړل شوه. بچن ته دغه جايزه، د فلم د نړیوال میراث په ساتنه کې د هغه د سهم درلودلو په ویاړ ورکړل شوه.

https://p.dw.com/p/3quOQ
Indien Produzent (R) Gaurang Doshi
انځور: Getty Images/AFP

اميتاب بچن د جمعې په ورځ د فلم نړیوال آرشيف د فدراسيون له خوا د جایزې د ورکړې پر مهال وويل: «زه د یو هنرمند په حيث په دې باور یم چې موږ دنده لرو، تر څو هغه څه چې رامنځ ته کوو، ويې ساتو. زموږ کارونه زموږ د مينې ډک ژوندانه او هنر سره زموږ د علاقې معرف دی.«

اميتاب بچن په دغه پروګرام کې چې په ژوندۍ بڼه له ممبئي، بروکسل او لوزان ښارونو څخه خپريده، خبرې هم وکړې. د هاليووډ سينما وتلي ډايرکټر، مارتین سکورسيزي، چې په ۲۰۰۱ کال کې يې د لومړي ځل له پاره دغه نړيواله جايزه ترلاسه کړې، د اميتاب بچن د څه باندې پنځه لسيزې فلمي فعالیتونو او له ۲۰۰ څخه په ډيرو فلمونو کې د هغه د رولونو او کارکردګۍ ستاينه وکړه. هغه وويل چې اميتاب بچن یو نوميالی هنرمند دی چې په خپل شهرت او هڅو سره يې د سینما د میراث په برخه کې سهیم پاتې شوی دی.

د اميتاب بچن هنري ميراث

د باليوود دغه نامتو ستوری په ۱۹۴۲ کال کې زيږيدلی دی. د هغه پلار هريوانش راج بچن مشهور هندي شاعر او مور يې تیجي بچن د سيک مذهب له پيروانو څخه وه.

Sholay Bollywood Film 1975 EINSCHRÄNKUNG
امیتاب بچن په زنجير او بیا د ۱۹۷۵ کال په نامتو فلم «شعلې» کې راڅرګند او ډير شهرت يې تر لاسه کړ - انځور د شعلې فلمانځور: Mskadu

اميتاب بچن چې مینه وال يې ورته بيګ باس يا »ستر مشر« هم وايي، خپلې سینمايي برياوې يې له ۱۰۶۹ کال څخه پيل کړې.

هغه تر څو فلمونو وروسته، د پرکاش مهره په «زنجير» فلم او بیا د يش چوپړه د ۱۹۷۵ کال په نامتو فلم «شعلې» کې راڅرګند او ډير شهرت يې تر لاسه کړ. تر هغه وروسته اميتاب بچن په باليووډ سینما کې د يوې مطرح او غښتلې هنري څيرې په توګه خپل ځای پيدا کړ.

امیتاب بچن د ۱۹۹۰مې لسيزې په کلونو کې د «خداګواه» فلم د ځينو صحنو جوړولو له پاره افغانستان ته راغلی وو. دغه فلم چې هغه په کې د يوې افغانې قبيلې د مشر رول ادا کړی، ډير شهرت ترلاسه کړ. اميتاب بچن د هاليوود سینما په «The Great Gatsby» نومې فلم کې له لئوناردو دې کاپريو ترڅنک په يو لنډ رول کې هم راڅرګند شوی دی.

دی د نړۍ له شتمنو هنرمندانو څخه ګڼل کيږي چې سرمايه يې ۴۰۰ ميليونه ډالر (۳۳۷ ميلیون يورو) اټکل کيږي.

امیتاب بچن له هندوستان او افغانستان څخه ورهاخوا، په منځني ختيځ او بیا په ځانګړې توګه په مصر او عربي متحده اماراتو کې ډير شهرت او مينه وال لري.

د فلم د آرشيف نړيوال فدراسیون (FIAF) مرکز په بروکسل کې دی چې د هندي فلمونو د میراث بنسټ يې هم غړی دی.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: