1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انګلا میرکل په سلوانیا کې د بالکان په غونډه کې ګډون کوي

۱۴۰۰ مهر ۱۰, شنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د بالکان په غونډه کې د ګډون له پاره سلوانیا ته سفر کوي. په دې غونډه کې به د اروپایي هیوادونو مشران د نورو ترڅنګ پر دې بحث وکړي چې څنګه کولی شي په افغانستان کې د مهاجرت د بحران مخه ونیول شي.

https://p.dw.com/p/41Ahp
Symbolbild Merkel Abschied
انځور: Michael Kappeler/AFP

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ په سلوانیا کې د بالکان غونډه ترسره شي. په دغه غونډه کې به په دې هکله هم خبرې وشي، چې د بالکان حوزې هیوادونه په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب له پاره کوم چانسونه لري. سلوانیا له ۲۰۰۴ م کال راهیسې د اروپایي اتحادیې غړیتوب لري او اوس مهال د دغې اتحادیي د غړو هیوادونو د دوره یي ریاست مشري کوي. دغه هیواد چې د پخواني یوګوسلاویا جمهوریت یوه برخه وه، غواړي په دې غونډه کې د بالکان نورو لویدیځو هیوادونو ته یو سګنال واستوي، چې د دوی له پاره هم په اروپايي اتحادیه کې غړیتوب ممکن دی.

په دې غونډه کې به چې ټاکل شوې ده د سلوانیا د پلازمېنې لیوبلیانا په شمال کرنج ښار کې ترسره شي، د اروپايي اتحادیي د ۲۶ نورو غړو هیوادونو مشران هم ګډون وکړي. همدارنګه د البانیا، شمالي مقدونیا، صربستان، کوسوو، بوسنیا هرزګوینا او مونتنګرو هیوادونو مشران هم برخه اخلي.

د دغو شپږو هیوادونو څخه البانیا او شمالي مقدونیا په اروپایي اتحادیه کې غړیتوب ترلاسه کولو ته نږدې دي. د اروپايي اتحادیي کمیسیون حتی په ۲۰۱۸ م کال کې دا تائیده کړې وه چې دغو دواړو هیوادونو اړین اصلاحات عملي کړي دي. خو فرانسې او یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو دغه بهیر ودروه، څو د دغه اتحادیي د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره د نورو نوماندو هیوادونو د غړیتوب بهیر لا زیات ستونزمن شي.

خو اوس بلغاریا د مذاکراتو د پیلیدو مخه نیسي، ځکه دغه هیواد غواړي دې هدف ته ځان ورسوي چې شمالي مقدونیا، د بلغاریا توکمه وګړو ژبه، ټولنه او تاریخ په رسمیت وپيژني.

په افغانستان کې د مهاجرت مسئلې په اړه بحث

ټاکل شوې ده د سه شنبې په ورځ د بالکان غونډې تر پیلیدو مخکې د یوه غیر رسمي ماښامې پر مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته د دغه هیواد د وضعیت په اړه بحث صورت ونیسي.

له بروکسل څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله په دې ترڅ کې به پر دې هم وشي، چې له کومو امکاناتو څخه په استفادې کیدای اروپا ته د افغان مهاجرو د راتګ مخه ونیول شي. ځکه د اروپایي اتحادیې هیڅ کوم غړی هیواد نه غواړي د ۲۰۱۵م کال په څیر د مهاجرت یو نوی بحران تکرار شي.

د دغو مذاکراتو په لړ کې به د افغانستان ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان، ازبیکستان او تاجیکستان ته د مهاجرو د منلو په بدل کې پر کومکونو هم بحث وشي. د دغې غونډې په څنډه کې به ممکن له چین سره د روابطو او همدارنګه پر سوداګریزو مسائلو هم خبرې اترې وشي.

انګلا میرکل به په دې غونډه کې تر ګډون کولو وروسته ایټالیا ته سفر وکړي. د پنجشنبې په ورځ به د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیسکوس، په روم کې په خپل خصوصي مقر کې د آلمان د صدارعظمې هرکلی وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح