1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

«پرو ازول» د افغانانو د اخراج د عاجل بندیدو غوښتنه وکړه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

مهاجر پلوه سازمان پرو ازول د افغانستان څخه د الماني پوځ راوتو ته په کتو سره دغه هیواد ته د افغان مهاجرو د اخراج د عاجل توقف غوښتنه وکړه. دغه سازمان د افغانستان وضعیت بې حده غیر اطمیناني بللی.

https://p.dw.com/p/3spqO
Abschiebeflug Abschiebung Symbolbild
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د رویټرز د خبري آژانس په حواله د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتي ۳۰ مه) د دغه سازمان په یوه اعلامیه کي راغلي، « دا ډیره مهمه ده، چي افغانستان ته ټوله اخراجونه متوقف سي.»

په اوس وخت کي ټوله الماني نظامي قواوي د افغانستان څخه راوزي، ځکه چي هلته وضعیت ډیر ناارمه دی. د پرو ازول د سازمان اداري رئیس، ګونټر بورکهارد ویلي دي، چي د جرمني د حکومت دا دلیل، چي په افغانستان کي اطمیناني منطقې موجودي دي، په دې مابین کي په اصلاح په اوبو کي لاهو سوی دی.

هغه ټینګار وکړ، چي د جرمني خارجه وزارت اوس باید په افغانستان کي وضعیت د سره ارزیابي کړي. د خارجه وزارت امنیتي رپوټ د مهاجرو د پناه غوښتنلیکونو اساس تشکیلوي او پدې دلیل حکومت کولای سي، د افغان پناه غوښتونکو د نه اخراج امر صادر کړي.

دغه سازمان وايي، چي البته ایالتي حکومتونه هم کولای سي په مستقل ډول سره د درې میاشتني عاجل توقف په اړه تصمیم ونیسي. بورکهارد اضافه کړې چي « موږ د ایالتي حکومتونو څخه غوښتنه کوو، چي د دغه امکان څخه استفاده وکړي او په راتلونکي جون میاشت کي د کورنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کي په دې هکله جروبحث وکړي او د ټول جرمني په سطح یوې فیصلې ته سره ورسیږي.

په افغانستان کي وضعیت خراب سوی دی. همدا تیره پنجشنبه د افغانستان د حکومت لوړ رتبه غړو خبر ورکړ چي د طالبانو په عملیاتو کي په سلهاوو انسانان ووژل سوه. پرون جمعه بیا د لوګر په ولایت کي د یوې چاودني په ترڅ کي تقریبأ ۲۴ کسان په قتل ورسیدل او تر ۱۰۰ اضافه نور ټپیان سول.

په همدې حال کي د جرمني د دفاع وزارت د ناټو د نورو متحدینو سره یوځای پسله دوو لسیزو څخه په افغانستان کي د خپل نظامي ماموریت پای اعلان کړ. د امریکايي او ناټو قواوو وتل د افغانستان د سیاسي او امنیتي آیندې په باب تشویشونو ته لمن ووهله.