1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

هغه داکتر چې له خپل سپرم سره یي ښځې حامله کولې محکوم شوی

۱۴۰۰ مرداد ۱۰, یکشنبه

کاناډایي محکمې د ښځینه ناروغیو هغه داکتر محکوم کړی چې بی له اطلاع ورکولو څخه به یې پخپل سپرم سره ښځینه ناروغانې حامله کولې. دغه داکتر د ښو خدماتو له امله د کاناډا په ملي افتخاري مډال هم نازول شوی و.

https://p.dw.com/p/3yNoF
Symbolbild Illustration künstliche Befruchtung einer Eizelle
انځور: Cigdem Simsek/Zoonar/picture alliance

په کاناډا کې د ښځو د ماشوم نه زیږیدو ناروغیو د یوه متخصص په سلګونو قربانیانو، د هغو له ډلې څخه په لسګونو هغو ماشومانو چې د دې داکتر له سپرم څخه پيدا شوي دي، د یوې ډله ایزې شکایت نامې په ترڅ کې د ۱۳،۴ میلیونه ډالره تاوان (د شاوخوا ۹ میلیونه یورو) یا جبران خسارې غوښتنه کړې ده.

د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، داکتر نورمان باروین، به پرته له دې چې دغه ښځې پوه شي د مصنوعي القاح له طریقه به یې له خپل سپرم سره حامله یا امیدواره کولې.

نوموړی د کلونو راهیسې په کاناډا کې د ښځو د حامله کولو یو له بریالیو داکترانو څخه ګڼل کیده، تر دې اندازې چې د «خدای ماشوم» لقب یي ترلاسه کړ او د خپلو خدمتونو په پاس یې ملي افتخاري مډال هم ترلاسه کړ.

یو هالندي ډاکټر څرنګه د ۴۹ ماشومانو پلار شوی؟

په دې توګه شاوخوا څلور لسیزې مخکې یو شمیر ښځو چې ده ته مراجعه کړې وه پر هغه میتود یې شک درلود چې دغه داکتر ترې استفاده کوله.

ګارډین لیکي، چې نورمان باروین دغو ښځو ته ویلي دي چې د مصنوعي القاح په عمل کې د دوي د ژوند شریکانو (خاوندانو) له سپرم څخه استفاده کیږي، په داسې حال کې چې هغه به د نورو یا خپل سپرم څخه کار اخیسته.