1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: مصنوعي زیرکتیا کیدای شي د ۸۰ سلنه دندو ځای ونیسي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

کارپوهان وايي چې مصنوعي زیرکتیا کیدای شي په راتلونکو څو کلونو کې د ۸۰ سلنه انساني استخدام ځای ناستی شي. خو اصلي پوښتنه دا ده چې منصوعي زیرکتیا د انسان په څیر له فکري وړتیاو څخه څومره واټن لري.

https://p.dw.com/p/4RKqz
Roboter KI | Händeschütteln
انځور: Andrey Popov/PantherMedia/picture alliance

امریکایي سائنس پوه او مشهور څیړونکی بین ګورتسل ته د آرټیفیشل انټیلجنس یا مصنوعي زیرکتیا په برخه کې د نابغه په سترګه کتل کیږي. هغه وایي چې په راتلونکو څو کلونو کې به مصنوعي زیرکتیا د ۸۰ سلنه انسانانو د دندو یا استخدامیدو ځای ونیسي.

د راتلونکو جګړو وژونکي ربوټونه؛ نړۍ له پاره نوی خطر

۵۶ کلن بین ګورتسل د «سینګولیرټي نیټ» په نوم کمپنۍ مشر او شریک بنسټ ايښودونکی هم دی. دا یوه داسې څیړونکې ډله ده چې د انسان فکري وړتیاو ته د ورته مصنوعي زیرکتیا رامنځته کولو له پاره زیار باسي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ

بین ګورتسل له فرانسې خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې هغه هڅې غندلي دي چې په دې وروستیو کې د مصنوعي زیرکتیا د مخنیوي له پاره ترسره کیږي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره ژر مصنوعي زیرکتیا کولی شي د انسان په څیر د فکر یا پوهیدلو صلاحیت ترلاسه کړي بین ګورتسل وویل: «که مونږ غواړو چې ماشینونه دې لکه د انسانانو په څیر فکر وکړي او د پوهیدلو وړتیا دې ولري، هوښیاره وي او له نامعلوم وضعیت سره د مخامخ کیدو په صورت کې داسې چټک غبرګون وښودلی شي لکه څومره زر چې انسان یې ښيې، نو دا باید د خپل روزل کیدو او پروګرامنګ نه د لا زیات مسایلو د حلولو وړتیا ولري. مونږ تر اوسه پورې هغه ځای ته نه یو رسیدلي، خو زه باور لرم چې مونږ به دغه سفر د څو لسیزو پر ځای یوازې په څو کلونو کې ترسره کړو.»

Humanoider Roboter Beomni
دا ډیر په زړه پوری ای آی سیستمونه دي، خو دا د انسان په څیر فکري زکاوت نه لري.انځور: YouTube/CNET

په دې وروستیو کې د «چیټ جي پي ټي» په شان د مصنوعي زیرکتیا پروګرامونه جوړ شوي دي. یو شمیر انتقاد کوونکي پر دې برخې یا څانګې لږ تر لږه د شپږو میاشتو د بندیز لګول کیدو غوښتنه کوي. خو بین ګورتسل وایي چې دا ډول هیڅ بندیز ته اړتیا نشته.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

هغه وویل: «دا ډیر په زړه پوری ای آی سیستمونه دي، خو دا د انسان په څیر فکري زکاوت نه لري. دا د پيچلو او څو اړخیزو دلایلو ورکولو وړتیا نه لري. دا سیستم ورته د ښودل شوو معلوماتو یا ډیټا له دایرې څخه دباندې نوي شیان نه شي رامنځته کولی.»

امریکا په پوځ کې د مصنوعي ځیرکتیا د استعمال قواعد جوړ کړي

په راتلونکي کې د انسانانو د دندو په هکله ګورتسل وویل چې په اصل کې د مصنوعي زکاوت یا زیرکتیا له اړخه د انسانانو کار یا دندو ته کوم لوی خطر نه دی متوجه: «ځکه په اصل کې خو دومره خلک نشته چې د نرسانو او یا د هغوي د مرستیالانو په توګه کار کول غواړي.»

د ګورتسل هدف دا دی چې په دې برخه کې د بشري قوې کمښت لادمخه موجود دی. نوموړي زیاته کړه چې د کور په کارونو او تعلیمي برخو کې به د روبوټونو استعمالول اغیزمن وي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

پوهه: هغه مستقل روبوټ چی توکي کورونو ته انتقالوي