1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د زورزیاتي په مټ د اشرف غني په کور کې اړولي»

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۰, شنبه

له واکه د لرې شوي ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي ادعا کړې چې طالبان غواړي نور جایدادونه يې هم لاندې کړي. خو طالبان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4Rbv0
له واکه لرې شوی ولسمشر محمد اشرف غني
له واکه لرې شوی ولسمشر محمد اشرف غنيانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

له واکه د لرې شوي ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزي دویچه ویله ته وویل، د ابراهیم حقاني په نوم یوه جګپوړي طالب قوماندان په زور د اشرف غني په میلمستون کې اړولي دي: «اتلس میاشتې مخکې حاجي ابراهیم حقاني، چې په طالبانو کې کومه وظیفه نه لري، خو د طالبانو د کورنيو چارو وزير (سراج الدین حقاني) تره دی، راته ویل دویمه ښځه مې راځي نو د یو شل شپو لپاره یې د اشرف غني په میلمستون کې واړول، خو له شلو شپو وروسته اتلس میاشتې کیږي چې هر ځل مراجعه کوو، له مشرانو، رئیس الوزرا، مولوي صاحب هیبت الله او هیتونو څخه امرونه پراته دي او ورته ویل شوي چې کور تش کړئ، خو نن سبا کوي او پلمې هم کوي.»

ښاغلی احمدزی وايي، په دې وروستیو کې دغه طالب قوماندان د هغه په زورولو او تورنولو هم لاس پورې کړی.

اړوند مطالب:د سیاسي شخصیتونو د ملکیتونو له معلومولو څخه د طالبانو موخه څه ده؟

ده وویل، یو بل طالب قوماندان یې د لوګر په سرخاب کې کلا ته ننوتلی او ددې ترڅنګ په ننګرهار ولایت کې هم طالبان د محمد اشرف غني د کورنۍ اړوند جایدادونو قبضه کولو ته ګواښونه کوي.

حشمت غني په طالب مشرانو غږ کوي چې دې قضیې ته جدي رسیده ګي وکړي.

د طالبانو ځواب

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته وویل: «د حشمت غني صاحب د کور دعوه رفع شوې، د محاکمو لخوا اجرات وشول او کور څو میاشتې وړاندې خالي شوی، خو که نوې یا تازه دعوه وي زه یې په اړه اګاهي نه لرم.»

خو حشمت غني احمدزی وايي، طالبانو په کابل کې محمد اشرف غني کورنۍ اړوند جایدادونو څخه دوه کورونه نېولي ول، چې له هغې ډلې یو یې خالي شوی او په خپله د اشرف غني په کور کې اوس هم د ابراهیم حقاني په نوم طالب قوماندان اړولي دي: امرونه د دوو کورونو ول، په یوه کور کې خلیل حقاني و او په بل کې ابراهیم حقاني، خلیل حقاني څلور میاشتې وړاندې کور خالي کړی، خو د ډاکټر اشرف غني کور کې ابراهیم حقاني پروت دی.»

خلیل حقاني هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د کورنۍ غړی دی چې اوسمهال د طالبانو په کابینه کې د کډوالو چارو وزیر دی.

اړوند مطالب:طالبانو ولې د پخوانيو چارواکو او سياسي شخصيتونو کورونه نيولي؟

د حشمت غني له کوره د یوه خبریال نېول کېدل

له دې ادعا سره هممهاله د جمعې په ورځ طالبانو د علي لطیفي په نوم یو خبریال هم وروسته له هغې ونېوه چې د حشمت غني کور ته ورغلی ؤ.

رپوټونه وايي، اوس دغه خبریال خوشې شوی خو حشمت غني احمدزي وویل، نوموړی خبریال پر ده د ناحقه تورونو لګولو لپاره نېول شوی ؤ: «له هغه یې په زور اقرار اخېستی چې ما له حشمت غني سره شراب څښل، خو دوی بیا وروسته خبره بدله کړه.»

طالب وسله وال د کابل په شېرپور کې د مارشال دوستم د کور په باغچه کې
طالب وسله وال د کابل په شېرپور کې د مارشال دوستم د کور په باغچه کېانځور: WAKIL KOHSAR AFP via Getty Images

کله چې د۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل، نو د یوشمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو کورونه او جایدادونه یې ونېول.

رپوټونه وايي، چې ځینې دغه ډول کورونه خو یې ان په نظامی مرکزونو او د خپلو کسانو لپاره په استوګنځایونو هم بدل کړي دي.