1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ځانګړی څاروال د استرالیایي عسکرو احتمالي جنګي جرمونه څیړي

۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبه

آسترالیا په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د احتمالي جنګي جنایاتو د څیړنې له پاره ځانګړی څارنوال ټاکلی دی. دا څیړنه په افغانستان کې د آسترالیایې ځواکونو د موجودیت پر مهال له ملکي خلکو سره د دوی د ناوړه چلند په هکله کیږي.

https://p.dw.com/p/3lCb8
Afghanistan | Krieg | Australiens Sonderkräfte
انځور: Deshakalyan Chowdhury/AFP/Getty Images

د آسترالیا لومړي وزیر سکات موریسون د پنجشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۲ نیټه) وویل چې یو ځانګړی څارنوال ټاکل کیږي، څو د دغه هیواد د خاصو ځواکونو د سرتیرو له خوا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو د تورونو په هکله څیړنې وکړي.

موریسون وویل چې د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶م کاله پورې په افغانستان کې د آسترالیا د ځانګړو ځواکونو د سرتیرو د چلن اړوند راپور به د دغه هیواد د دفاعي ځواکونو له خوا په راتلونکي اونۍ کې خپور شي.

د آسترالیا د ځانګړو ځواکونو سرتیري د امریکا او نورو متحدینو ترڅنګ د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یولسمې نیټې تر بریدونو وروسته، په ۲۰۰۲م کال کې په افغانستان کې مستقر شول.

د آسترالیایي سرتیرو احتمالي ناوړه چلن په ۲۰۱۷م کال کې هغه وخت روښانه شول، چې د دغه هیواد یوه تلویزون «د افغانستان افشا شوي دوسیې» خپرې کړې. په دې اسنادو کې د دغه هیواد د دفاعي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د بی وسلې خلکو او ماشومانو د وژنې په اړه په سلګونو سندونه موجود ول.

موریسون د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه معلومات د دغه هیواد د دفاعي ځواکونو د تحقیق پر مهال ترلاسه شوي دي. نوموړي وویل چې د «احتمالي جدي بدرفتارۍ» د شک په اړه یو ځانګړی څارنوال تعینیږي. په دې معنی چې مخکې له دې چې د جزا نړیواله محکمه دا موضوع وڅیړي دوی یې پخپله په اړه تحقیق کوي.

د آسترالیا لومړي وزیر وویل د دې له پاره چې آسترالیایي ځواکونه د کار تر ډیر فشار لاندې واقع نه شي، ځانګړی مفتش چې د حقوقي بهیر صلاحیت هم لري، د آسترالیا د کورنیو چارو وزارت په دفتر کې مستقر کیږي.

تجربه لرونکي مفتشین، حقوقي سلاکاران او نور حمایتي کسان به هم د دې تحقیق په برخه کې له ځانګړي څارنوال سره مرسته کوي.

Afghanistan - australischer NATO-Soldat
انځور: Getty Images

موریسون ټنګار وکړ: «مونږ د آسترالیایانو په توګه له دې قضیې سره چلن کوو. د خپلو قوانینو او قضایي پروسې له طریقه، او دا کار به وکړو.»

پر ۱۰ پيښو تمرکز

د آسترلیا «ای بي سي» رسنۍ ویلي دي چې د دې تحقیق رپوټ د قاضي پاول بررتون له خوا چې پخپله د پوځ ذخیره یي افسر دی، د آسترالیا د دفاعي ځواکونو عمومي څارنوال ته سپارل شوی دی. په دې رپوټ کې د لسو قضیو په ارتباط له ۱۵ څخه تر ۲۰ کسانو پورې د جرمي یا پوځي تحریم سپارښتنه شوې ده.

«ای بي سي» رسنۍ زیاته کړې ده چې په دې رپوټ کې یادې شوې پيښې په هغو پریکړو پورې اړه نه پیدا کوي چې د جګړې پر مهال شوي دي، بلکې دا له هغو کسانو سره د چلن په اړه ده چې «په ښکاره ډول غیر جنګي» ول.

په ۲۰۱۷م کال کې د «افغانستان اسناد» افشا کیدل د دې سبب شول چې پولیس پوځي محرمو اسنادو ته د لاس رسي له کبله، د خبریال دانیل اواکس او خپرونکي سام کلرک پر وړاندې تحقیقات پیل کړي.

له پوځ څخه د موریسون ملاتړ

موریسون ویلي دي چې د هیواد د دفاعي ځواکونو له هغه پرسونل څخه تر اندازې زیاته مننه کوي چې د ارزښتونو ساتنه کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې رپوټ په وسیله د دغو سرتیرو اعتبار ته زیان نه رسیږي.

آسترالیا په ۲۰۱۶م کال کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه و ایستل. شاوخوا ۱۰۰۰ تنه آسترالیایي سرتیري چې د افغانستان په سویلي ولایت روزګان کې مستقرول، دغه ولایت یې ترک کړ.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص