1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

آسترالیایي کاتولیکان:د افغانانو خوندیتوب ته لا زیات کار وکړئ

۱۴۰۰ آبان ۲۷, پنجشنبه

د آسترالیا د عیسوي کاتولیکانو ۶۰۰ مخکښو کسانو د دغه هیواد له لومړي وزیر سکاټ موریسن څخه په یوه لیک کې غوښتي دي چې د افغانانو د خوندیتوب له پاره لا ډیر لاس په کار شي.

https://p.dw.com/p/43C6i
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د «کېت نیوز» د انټرنټ پاڼې د خبر له مخې په دغه لیک کې دا غوښتنه هم شوې ده چې پر دې سربیره د آسترالیا حکومت باید نور ۲۰ زره اغیزمن کسان ومني او په آسترالیا کې د اوسیدونکو کسانو د کورنیو د الحاق پروسه هم ګړندۍ کړي.

دغه لیک د مسیحي کاتولیک د راهبانو، د ټولنو د مشرانو، کشیشانو، استادانو او سوداګرو له لوري لاسلیک شوی دی. دغه نوښت د پناه غوښتونکو او د افغانستان د کړکیچ په تړوا له همداشان مهاجرو سره د مرستې او ټولنیزو خدماتو له پاره د عیسویانو د کاتولیک اتحاد د ملي کمپاین یوه برخه ده.

د آسترالیا د اسقفانو د کنفرانس مشر، لوی اسقف مارک کولیرج، په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د ۲۰ زره تښتیدلو کسانو د منلو غوښتنه کړې وه. د هغه په خبره «دا زموږ اخلاقي مکلفیت دی چې د هغو کسانو تر څنګ ودریږو چې له آسترالیایي ځواکونو سره یې د ترجمانۍ او نورو برخو کې کار کړی وو او اوس ښایي د خپل کار له کبله د غچ اخیستنې او آن د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.»

پر دې سربیره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بشري کړکیچ لا پسې پراخس شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې شا او خوا ۱۸،۸ میلیونه انسانان له لوږې سره مخامخ دي.