1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: د واورې ښويدو په پيښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۵, جمعه

د بدخشان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ۱۴ کسان د واورې ښويدو په يوه پيښه کې مړه شوي دي. د بدخشان ولايتي شورا وايي چې مړه شوي کسان د سرو زور د کان کارگر دي.

https://p.dw.com/p/3qEiA
Afghanistan Pandschschir Provinz Winter in den Bergen
د آرشيف انځورانځور: Imago Images/Xinhua

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي چې د واورې ښويدنې دغه پيښه د خواهان ولسوالۍ په زرنداب سيمه کې رامنځ ته شوې ده. هغه په دې اړه دويچه ويله ته وويل: «د برف کوچ په دغه پېښه کې له ۱۴ تر ۱۵ پورې کسان مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.»

نظري زیاته کړه چې دغو افرادو د پيښې په ځای کې د سرو زرو په مينځلو بوخت ول چې واوره پرې راښوېدلې ده  او هغوی يې لاندې کړي دي.

د هغه په خبره د بدخشان په راغستان او خواهان ولسوالۍ کې خلک په غیر مسلکي توګه په خپل سر د سرو زرو په کيندنو بوخت دي چې له امله يې کله نا کله دا ډول پيښې هم رامنځ ته کيږي.

هغه وويل چې دغه سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي او د سرو زرو د کيندنو صلاحيت او له کارګرانو څخه د ګټې ونډه هم طالبان تر لاسه کوي.

د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې خبريال محمد شريف شایق هم دغه پېښه تائيد کړه. هغه دویچه ويله ته وويل چې په پيښه کې مړه شوي کسان ټول د خواهان ولسوالۍ اوسیدونکي دي. شایق د ځایي چارواکو له قوله وويل چې ښايي د مړه شوو کسانو په شمير کې ډيروالی رامنځ ته شي.

د هغه په خبره په کوم ځای کې چې دغه پيښه رامنځ ته شوې د حکومت په کنټرول کې نه ده او په ځانګړې توګه د ژمې په موسم کې يې لارې هم تړلي وي.

 شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم په بدخشان کې د سرو زرو په يوه کان کې د کان د ښويدو په پيښه کې ۷ کسان مړه شوي ول.

م.ک.ص./ن.ز.