1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

بلخ: طالبانو د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۱۳ کسان نيولي

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

د تښتول شوي ماشوم، عبدالروف پلار وايي چې تښتونکو په تازه پيغام کې د هغه د زوې د خوشي کولو په بدل کې ورڅخه د ۱۹ لکه ډالرو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3o8At
Afghanistan - Taliban Kämpfer
د تښتول شوي ماشوم عبدالروف پلار مني چې طالبانو د هغه د زوي د قضيې په تړاو شکمن کسان نيولي دي / آرشيفانځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د محمد نبي زوی، ۹ کلن عبدالروف نژدې درې مياشتې مخکې هغه مهال په مزارشريف ښار کې د موټر له منځه وتښتول شو چې ښوونځي ته په لاره و.

د عبدالروف پلار، محمد نبي، اوس د انسان تښتونکو له منګولو څخه د خپل زوی د خلاصولو په موخه، کابل ته تللی دی او د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح سره په اړيکې کې دی. هغه وروسته له هغې کابل ته تللی چې د بلخ سیميزې ادارې او د دوی خپلو مدني اعتراضونو د عبدالروف د خلاصون په برخه کې نتیجه ورنکړه.

په بلخ کې اعتراض کونکو د عبدالروف د خوشې کولو له پاره د بلخ ولایت مقام مخې ته د تحصن خیمه درولې ده. د اعتراض کونکو يوه مسئول اسدالله عطار وويل: «که حکومت په خپلو ژمنو کې پاتې راغی موږ به لا پراخ اعتراضونه په لاره واچوو.» هغه وايي دوی اوس د مرکزي حکومت اقداماتو ته په تمه دي. د هغه په خبره امرالله صالح د عبدالروف پلار او روسره تللي ملګرو ته ويلي دي چې هر سهار نه بجې باید د دوی په غونډو کې حاضر واوسي.

Afghanistan Masar-e Scharif | Demonstranten fordern Freilassung eines entführten 9-Jährigen
د تښتول شوي ماشوم خپلوان وايي که حکومت د عبدالروف په ازادولو کې پاتی راغی دوی به خپل اعتراضونه لا ډير کړيانځور: Asadullah Hamid Attar

د عبدالروف د پلار په وينا، دوی د تیرې شنبې او دوشنبې ورځو له پاره پلان درلود تر څو د خپلو مدني اعتراضونو په ادامې، د شيرخان بندر، حیرتان او آقینې بندرونو ته تللې لوې لارې وتړي، خو د مرکزي حکومت د غوښتنې پر اساس ېې له دغه اقدامه لاس اخيستی.

محمد نبي وايي که څه هم د ولسمشر لومړي مرستيال ورسره ژمنه کړې چې زوی به يې په نژدې راتلونکې کې د تښتونکو له منګولو راخلاص شي، خو بیا هم وايي چې نه پوهيږي څه به کيږي. هغه وايي تښتونکي د ډير ځواک خاوندان دي.

محمد نبي دویچه وله ته پر ټيلفون وويل: «په لومړيو کې سړي تښتونکو زما د زوی د خوشي کولو په بدل کې يونيم میلیون ډالر غوښتل، وروسته يې ۱۷ لکه ډالرو ته پورته کړل او نن يې راته په نوي مسيج کې ليکلي چې ۱۹ لکه ډالر راکړه.»

نوموړی زیاتوي، تښتونکو له دې نه علاوه يې کورته هم لاسي بمونه وغورځولي تر څو يې خپل قدرت ورته ښوولی وي. دی وايي په ځای د دې چې تښتونکي په خپل دريځ کې نرمښت راولي، خپلې غوښتنې لا پسې ډيروي.

محمد نبي چې د افغانستان له ترکمن قوم څخه دی، وايي دی دومره لوی سوداګر هم نه دی چې سړي تښتونکي ورڅخه دومره ډيرې پیسې غواړي. هغه وايي: «ما ورته د پنځوس زره ډالرو د ورکړې وړانديز کړی. له دې ډيرې نه لرم.»

Afghanistan Masar-e Scharif | Demonstranten fordern Freilassung eines entführten 9-Jährigen
د تښتول شوي ۹ کلن ماشوم عبدالروف د خوشي کولو په تړاو خلکو د بلخ د والي دفتر مخې ته د تحصن خیمه وهلې دهانځور: Asadullah Hamid Attar

محمد نبي د دې پوښتنې په ځواب کې چې مرکزي حکومت به بلاخره د ده ځوی راخلاص کړي، وويل: «دوی خو ژمنه کوي، نور توکل په خدای چې څه به کيږي.»

د رپوټونو پر اساس، په وروستیو کې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني امر وکړ که چیرته تښتول شوی ماشوم عبدالروف د سړي تښتونکو له منګولو راخلاص نکړل شي، نو د بلخ ولایت امنيتي چارواکي به له دندو ګوښه کړي. خو د دغه ماشوم پلار وايي چې دغه کار هم تر اوسه کومه مشخصه ګټه نه ده کړې. هغه وايي: «کسان نيول کیږي، خو څو ورځې وروسته بيرته خوشي کيږي. حکومت بايد دوی خوشي نه کړي او په دقیقه توګه خپل تحقیقات وکړي.» خو هغه وايي تښتونکي د ډيرو پیسو او قدرت خاوندان دي ځکه خو پر خلاف يې څه نه کيږي.

په کابل کې د افغانستان د ترکمنانو حرکت سازمان مشر، کمال ګونش دویچه ويله ته وويل چې د عبدالروف د اختطاف په تړاو، په بلخ ولایت کې طالبانو هم ۱۳ کسان نيولي دي. دغه خبره محمد نبي هم تائيدوي، خو دوی وايي چې طالبانو دغه کسان د دوی د غوښتنې پر اساس نه دي نيولي او نه يې هم له هغوی څخه مرسته غوښتې ده، خو طالبانو سره يې په دې تړاو لیدلي دي.

محمد نبي وايي: «طالبانو موږ ته له نيول شوو کسانو څخه څلور تنه يې راوښودل او هغوی په خپل جرم اعتراف هم وکړ.» هغه د دغو څلورو کسانو نومونه هم وښودل چې پر وينا يې د هغوی له ډلې دوه تنه يې له ۶۰ کلونو ډير عمرونه لري.

Afghanistan Tote nach Explosion bei Hochzeitsfeier in Kabul
د بلخ پولیس وايي چې تر اوسه د تښتول شوي ماشوم عبدالروف په تړاو يو شمیر شکمن کسان نیول شوي ديانځور: AFP/R. Maqbool

هڅه مو وکړه تر څو په دې اړه د بلخ د ولایت مقام نظر هم واخلو خو د والي سکرتر وويل چې پر همدغې قضيې والي اوږده غونډه پيل کړې او د اوس له پاره شونې نه ده چې خبرې وشي.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل، دویچه وله ته وويل چې دوی په دې دې تړاو د بلخ ولایت په مختلفو سیمو کې عملیات ترسره کړي او مشکوک کسان يې هم نيولي، خو مطلوبه لاسته راوړنه چې هغه د تښتونکوکو له منګولو د تښتول شوي ماشوم خلاصون دی، نه لري. د عادل به خبره د عبدالروف د اختطاف قضيه د هغه د کورنۍ او خپلوانو له لوري د اعتراضونو او تحصن خیمې د پورته کولو له کبله هم سخته شوې ده. هغه وايي: «د بلخ پولیسو په دې اړه خپل اقدامات کړي، خو لا ډیر وضاحت باید له مرکزي حکومت څخه واخیستل شي.»

د افغانستان د ولسشمرد ویاند مرستيال، دوا خان مینه پال په دې اړه چې په بلخ کې د تښتول شوي عبدالروف د خلاصون په تړاو به حکومت څه کوي او په دې اړه تازه معلومات څه دي وويل: «ولسمشر د ۹ کلن عبدالروف د اختطاف قضيه په خپله تعقیبوي. هغه د بلخ ولایت امنيتي مسئولينو ته خبرداری ورکړی که عبدالروف د اختطاف چیانو له منګولو ونه ژغوري له دندو به ګوښه شي.» دا هغه خبره ده چې تر دې مخکې هم رسنیو ته راوتلې ده.

دويچه وله م.ک.ص./ا.ا.