1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

کرونا: په افغانستان کې د روغتونونو بسترونه پر ډکېدو دي

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کرونا د اخته کسانو شمېرې پر لوړېدو دي. دوی يې علت سپارښتونو ته د خلک نه پاملرنه ګڼي. خو خلک ولې روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کوي؟

https://p.dw.com/p/3vVnU
Afghanistan | Coronavirus | Hospital in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

افغانستان د کرونا د دریمې څپې په دوام، د ښوونیزو او تحصیلي ادارو رخصتي د دوو نورو اونیو له پاره وغځوله. د عامې روغتیا وزارت په یوه ویناپاڼه کې په دې اړه راغلي: «د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي غونډې د پرېکړې له مخې، د کورونا ویروس ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي د وقایوي تدابیرو د نیولو په پار هغه قرنطین چې د ٢٢/٣/١٤٠٠ نېټې څخه د دوو اونیو له پاره وضع شوی ؤ، دا دی د ١٨/٤/١٤٠٠ نېټې پورې د دوو اونیو له پاره وغځول شو.»

ددې پریکړې له مخې، به د ودونو هوټلونه او د کنفرانسونو تالارونه هم د دوو نورو اونیو له پاره تړلي وي.

ایا د حکومت اعلان شوي محدودیتونه اغېز لري؟

خو ډاکټران وايي چې د حکومت دغه اعلان شوي محدودیتونه د کورونا د کنترول له پاره په هیڅ ډول بسنه نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت یوه پخواني سلاکار ډاکټر بازمحمد شیرزاد دویچه ویله ته وویل: «د قرنطین غځولو له پاره دوې اونۍ کافي نه دي، د کورونا واقعیات ممکن د سرطان میاشتې او حتی د اسد میاشتې تر ۱۵مه ايله تر یوه بریده کنترول شي، تر هغې د مخه که مطلق قرنطین نه وي نو باید پر لویو غونډو او ودونو باندې محدودیتونه وضع شي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساتونو کې تر ۱۵۰۰ ډیر نوي کسان په کورونا اخته شوي، ۸۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۳۷ کسان رغېدلې هم دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر غلام دستګیر نظري دویچه ویله ته وویل، د کورونا ویروس په چټکۍ سره خپریږي: «له بده مرغه لاهم شمېرې ډېرې لوړې دي، زموږ روغتونونه او بسترونه د ډکېدو په حال کې دي.»

نظري وايي، د کورونا ویروس د چټکې پراختیا له امله پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د نویو روغتونونو د پرانېستلو لړۍ روانه ده.

د اکسېجن کمښت

ډاکټران وايي، په افغانستان کې تر ټولو جدي ستونزه د اکسیجن کمښت ده، په کورونا اخته ډېر ناروغان د اکسېجن د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خبریال ذبیح الله ظاهر چې تېره ورځ یې مور د کورونا له امله مړه شوه، پر خپله فیسبوک پاڼه خلکو ته د اکسېجن د کموالي خبرداری ورکړی.

هغه لیکلي: «اې خلکو اې بې غوره او بې پروا ولسه د خدای له پاره درنه هیله کوم چې ماسک وکاروئ او له خپلوانو او دوستانو سره تګ راتګ بند کړئ، کنه د روغتون تر کټ مو رسوي او بیا به لاس پښې ترپوئ خو اکسیجن به نه درسیږي.»

عامې روغتیا وزارت هم مني چې پر خطرونو سربیره هم ډیر خلک د کورونا پر وړاندې وقایوي سپارښتنې په پام کې نه نېسي.

د دغه وزارت ویاند وویل، د وزارت سروې په ډاګه کوي چې ډېر لږ خلک روغتیايي سپارښتنې عملي کوي: «اړینه ده چې د کورونا پر وړاندې د خلکو د چلند د بدلون له پاره نور پروګرامونه هم پلي شي، د همدې سروې پر بنسټ اوس موږ پراختیايي شورا ګانې راشاملې کړي.»

د عامي روغتیا وزارت د اکسیجن د کمښت په برخه کې وایي، تراوسه یې د اکسیجن عادلانه ویش مدیریت کړی، خو د ستونزې د پراخېدو د مخنیوي په موخه یې له نورو هيوادونو اکسیجن پېرلی.

ډاکټر نظري په دې اړه وویل: «عامې روغتیا وزارت د اکسیجن د کمښت د مخنیوي په موخه له ګاونډیو هېوادونه یوه اندازه اکسیجن خرېدارې کړی.»

دی زیاتوي چې له ازبکستان او تاجيکستان څخه هره ورځ له ۳۰۰ تر ۵۰۰ بالونه اکسیجن افغانستان ته رالېږدول کیږی، دغه راز له ایران څخه هم ۳۸۰۰ بالونه اکسېجن پېرل شوی دی.

اوس په افغانستان کې ټولټال ۱۰۹ زره او ۵۳۲ کسان په کورونا اخته شوي چې له دې ډلې ۴۴۵۲ کسان ترې مړه شوي دي.

اسماعیل شاکر – کابل