1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن: د افغان پوځ پر وړتياو باور لرم

۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعه

د امریکا ولسمشر جو بایدن له افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د را ایستلو د پريکړې دفاع وکړه او ویې ويل چې د ترهګرۍ ضد جګړې هدفونه ترلاسه شوي دي. هغه وويل د افغان پوځ پر وړتياو باور لري.

https://p.dw.com/p/3wFrK
USA Präsident Biden
انځور: Saul Loeb/Getty Images/AFP

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۸مه نيټه) په سپينه ماڼۍ کې ټينګار وکړ چې «زموږ پوځي ماموريت به په افغانستان کې د اګست مياشتې پر ۳۱ نیټه پای ته ورسیږي.«

نوموړی له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو ننګه وکړه او ویې ویل چې امريکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نيټې تر ترهګرو بريدونو وروسته د ترهګرۍ ضد خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.

هغه وويل اوس وخت را رسېدلی چې افغانان «يوازې د خپل راتلونکي په اړه پريکړه وکړي.»

بایدن په خپلو خبرو کې زياته کړه چې امريکايي ځواکونه او استخبارات به یې په راتلونکي کي هم که بيا له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ متوجې وو، مداخله وکړي.

هغه وويل چې په هندوکش کې تر کابو شلو کلونو ماموريت وروسته به «افغانستان ته د جګړې له پاره د امريکايانو يو بل نسل ونه ليږي.» هغه زياته کړه: «موږ [د امريکا] دا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوو.»

بایدن په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ افغانستان ته د ملت جوړونې له پاره نه وو تللي.» هغه وويل اوس افغان مشران باید سره يوځای شي او د خپل راتلونکي پر لور ګامونه واخلي.

بایدن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د رايستلو د دفاع په ترڅ کې يو ځل بيا ټینګار وکړ: «نور نو د امريکا څومره لوڼې او زامن [امريکايي عسکر] افغانستان ته استوئ او له خطر سره یې مخامخوئ.»

Nato Truppen verlassen Afghanistan
امريکايي چارواکو ویلي چې ۹۰ سلنه ځواکونونه یې له افغانستانه وتلي ديانځور: Vyacheslav Oseledkov/AFP/Getty Images

بايدن هغوی ته په ځواب کې چې په افغانستان کې د امريکا د پوځي ماموریت د غځولو غوښتنه کوي وويل: «زه به د امريکايانو يو بل نسل افغانستان ته ونه ليږم.»

د افغان ځواکونو ملاتړ

واک ته د طالبانو د رسېدو په اړه د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا په دې باور لري چې طالبان به بيرته واک تر لاسه کړي او يا مخه نیول یې ناشوني دي، بايدن وويل «نه.» هغه پرې باور نه لري.

نوموړي په همدې تراو زياته کړه چې افغانستان تر دريو لکو ډېر ښه مجهر امنيتي ځواک او خپله هوايي قوه لري. هغه زياته کړه: «زه د افغان پوځ پر وړتيا باور لرم.» خو بایدن په عين حال کې دا هم وويل چې دا «له احتماله لېرې بریښي چې يو افغان حکومت دې په راتلونکي کې پر ټول هيواد کنترول ولري.«

ولسمشر بايدن په اپريل مياشت کې اعلان کړی وو چې د سپتمبر تر ۱۱ نیټې پوري به چې په امريکا کې د ۲۰۰۱م کال د ترهګريزو بريدونو سره سمون لري، خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

امریکا غواړي په ۲ میاشتو کي خپل ټول ځواکونه د افغانستانه وباسي

خو د نوموړي وياندې جين ساکي بيا تېره اونۍ «د اګست پای« ياده کړې وه او اوس بایدن د ځواکونو د را ایستلو له پاره د اګست ۳۱ نیټه مشخصه کړه.

امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو تر ټولو مهمې پوځي اډې څخه خپل وروستي عسکر هم د تېرې جمعې په ورځ و ایستل. د بګرام پوځي هوايي اډه کابو شل کاله د امريکا او ناټو ځواکونو له خوا د قومندې د مرکز په توګه وکاريدله.

خو له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د بهير له پېل راهيسې طالبانو هم خپلو بريدونه ته زور ورکړی دی. په دې وروستيو کې د هغوی پرمختګونو په افغانستان کې د امريکايي پوځ د افغان کارکوونکو او ترجمانانو د امنيت په اړه هم اندیښنې ډېرې کړي دي.

ولسمشر بايدن دغه کارکوونکو او ترجمانانو د هغوی کورنيو ته د پنجشنبې ورځې د وينا پر وخت په امريکا کې د پناه د ورکړې ژمنه وکړه. هغه وويل: «په امريکا کې د دوی له پاره ځای شته دی.» هغه زياته کړه: «موږ به د هغوی ترڅنګ ودريږو لکه څنګ چې هغوی زموږ تر څنګ دريدل ول.»

ب. ص/ ن. ز (DPA)