1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن غواړي د عسکرو د پاتېدو په اړه له طالبانو سره خبري وکړي

۱۴۰۰ فروردین ۵, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي له طالبانو سره په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو د ماموریت د اوږدیدو په هکله خبري وکړي. دوی په لنډه موده کي د ټولو ځواکونو ايستل ناممکن بللي دي.

https://p.dw.com/p/3r5it
USA Amoklauf in Boulder Colorado | Joe Biden
انځور: Mandel Ngan/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د استازو په مجلس کي د وسله والو ځواکونو کمیټې رئیس، آدم سمیت د چهارشنبه په ورځ ویلي دي: «سړی نه سي کولای په شپږو اونیو ۱۰ زره عسکر وباسي.«

د حکومت دنده اوس داده چي له طالبانو سره په دې هکله خبري وکړي چي امریکايي ځواکونه ددې اجازه ولري چي تر یو څه اوږدې مودې پوري هلته پاته سي.

سمیت څرگنده کړې ده چي د امریکا ولسمشر جوبایدن بیا هیله مند دی چي له طالبانو سره د موافقې په صورت کي د امریکايي او ناټو متحدینو ځواکونو تر وتلو وروسته دي هم په دغه هیواد کي له ترهگرۍ سره د مبارزې یو واحد هلته پاته سي. 

د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ پر وخت امریکا متحده ایالاتو طالبانو ته وعده ورکړې وه چي د روان کال د می میاشتي تر لومړۍ نیټې پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

PG/NZ/AG

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب