1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا: د افغانستان په هکله د ګډي ستراتیژۍ غوښتنه

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

بریتانیا د روسیې او چین څخه غواړي چي د افغانستان په اړه یوه ګډه تګلاره اتخاذ، ترڅو دغه هیواد د افراطیانو په یوه مرکز تبدیل نسي. روسیې تر دې دمخه د افغانستان د پیسو د ازادیدو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/40f7k
 Afghanistan | Taliban in Jalalabad
انځور: AFP/Getty Images

د بریتانیا خارجه وزیري، لیس تیریس په ملګرو ملتو کي د یوې اعلامیې په ترځ کي ویلي دي چي، غواړي نن چهارشنبه د چین او روسیې څخه وغواړي، چي د افغانستان په هکله پر یوې هماهنګي ستراتیژي باندي توافق سره وکړي.

د بریتانیا، چين امریکا متحده ایالاتو، روسیې او فرانسې خارجه وزیران د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کي د دغه سازمان د عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره ګوري.

بریتانیا چي اوس د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غړو هماهنګي پرغاړه لري، د عمومي اسامبلې څخه به د بین المللي امنیت د لاښه والي، خصوصأ افغانستان په ارتباط استفاده وکړي.

تیره میاشت د طالبانو له خوا د افغانستان د چټک نیولو او خارجي قواوو تر وتلو وروسته اوس بیا دا تشویشونه پیدا سوي دي چي افغانستان به د اسلامي افراطیانو په یوه تربیوي مرکز باندي تبدیل سي.

لیس تیریس په خپله اعلامیه کي همدارنګه ویلی دي چي «که موږ غواړو افغانستان د جهاني تروریزم د پټیدو په مرکز تبدیل نسي، نو باید بین المللي ټولنه، د هغې جملې څخه روسیه او چین هم د طالبانو سره په رفتار کي متحدانه عمل وکړي.»

Großbritannien Liz Truss G7 Videokonferenz
د انګلستان خارجه وزیره، لیس تیریس (د ارشیف څخه یو عکس)انځور: Simon Dawson/Avalon/Photoshot/picture alliance

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره د تړون د امضأ کیدو پر وخت وعده سپارلې ده، چي تروریستي ډلو ته به اجازه ور نه کړي ترڅو د افغانستان له خاوري څخه د نړۍ د نورو هیوادونو پرضد استفاده وکړي. د طالبانو د پخواني حاکمیت پرمهال د القاعده شبکې پخواني رهبر، اسامه بن لادن په امریکا متحده ایالاتو کي د سپټمبر د ۱۱ حملو ته سازماندهي ورکړې وه.

د چین جمهوررییس، شي جین پینګ تیره اونۍ د شانګهای د همکاریو سازمان په جلسه کي ویلي ول  چي «ذیدخل طرفونه باید په افغانستان کي د تروریزم ريښه وکاږي او چین به خپلو امکاناتو ته په کتو سره ډیره مرسته وکړي.»

د روسیې جمهوررئیس ولادیمیر پوتین د عمومي اسامبلې په غونډه کي د خپلي بیانيې پر وخت وویل، چي روسیه باید له طالبانو سره همکاري وکړي او جهاني قدرتونه باید د افغانستان د کنګل سوو پيسو پر ازادیدو باندي فکر وکړي.