1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا د افغانستان څخه تر ۲۰۰۰۰ پوري مهاجرین مني

۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبه

د طالبانو وروستیو پرمختګونو ته په کتو سره کاناډا د افغانستان څخه تر ۲۰ زرو پوري مهاجرو د منلو وعده ورکړې ده. د کاناډا حکومت ویلي، چي هیواد به یې تر ټولو دمخه هغه افغانان ومني، چي د خطر سره مخامخ وي.

https://p.dw.com/p/3yz86
Kanada I Lunenburg: Älteste deutsche Siedlung
انځور: picture-alliance/J. Schwenkenbecher

د کاناډا د مهاجرینو د چارو وزیر، مارکو میډیچینو په اوټاوا کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چي « د افغانستان وضعیت غم انګیزه دی او کاناډا به په بې تفاوتۍ سره ورته ونه ګوري.»

په خبره یې کاناډا به تر ټولو دمخه هغه افغانان ومني، چي د خطر سره مخامخ وي. که هغوی د هیواد په دننه او یا همسایه هیوادو کي ژوند کوي.

د میډیچینو په حواله د کاناډا د قبلولو پیشنهاد تر ټولو دمخه د هغو ښځو دپاره چي په رهبري کونکي کي موقف کي قرار لري، حکومتي عالي رتبه مامورینو، د بشر د حقوقو د فعالینو، ژورنالسټانو او د اقلیتونو هغو کسانو دپاره اعتبار ولري، چي تر تعقیب لاندي وي. 

Ghazni, Afghanistan | Taliban
انځور: Gulabuddin Amiri/AP Photo/picture alliance

میډیچینو همدارنګه وویل، چي همدااوس د افغانستان څخه د مهاجرو د راانتقالو پخاطر یو تعداد طیارو پرواز کړی دی. د کاناډا د حکومتي منابعو په حواله په دغو طیارو کي به په کابل کي د دغه هیواد د سفارت پرسونل هم راانتقال سي. د دې کار دپاره به د کاناډا ځانګړي ځواکونه وګمارل سي. خو د کاناډا حکومت په افغانستان کي د سخت امنیتي حالت په باب جزییات ورنکړل.

د کاناډا خارجه وزیر، مارک ګارنو ویلي، چي« د کاناډا د سفارت او پرسونل ساتنه زموږ د تر ټولو مهمو لومړیتوبونو څخه ده.» هغه پخپل تویتر کي هغو افغانانو ته په اشارې سره لیکلي دي، چي هیواد یې ورڅخه«منندوی» دی او اطمینان یې ورکړ، چي کاناډا به خپل ټول کوښښ وکړي، چي هغوی د امنیت ځایونو ته انتقال کړي.»

آ./م.ق./ا.ا.