1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

CeBIT د تکنالوژۍ د سکتوردپاره په کابينه کي وزيرغواړي

۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

په آلمان کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ په سکتور کې نوې هيلې راتازه شوې دي. شپېته په سلو کې شرکتونه د 2009 له بحراني کال څخه وروسته اوس د روان کال په اوله څلورمه برخه کې حتی د لا زيات خرڅلاو په تمه دي

https://p.dw.com/p/MHUb
انځور: Deutsche Messe Hannover

سوداگر بيا د معلوماتي تکنالوژۍ، سمارت فونس او گرځنده کمپيوترونو په برخه کې پانگونې کوي او نرۍ د کمپيوتر پردې ډېرې پلورل کيږي.خو سره له دې هم د آلمان د معلوماتي تکنالوژۍ د سکتور يا بيتکوم مشر، اوگوست ويلهلم شېر يوازی په ډېر احتياط سره يو مثبت اټکل کوي:

«د 2010 کال دپاره موږ د يو مثبت صفر د لاسته روړلو هيله لرو، دا يو لومړی اټکل دی.موږ روان کال يو موقتي کال بولو او د 2011 کال دپاره د 1,6 فيصدو پراخوالي هيله لرو. »

په تور رنگ کښل شوی صفر يو مثبت رقم گڼل کيږي نسبت د تېر کال منفي 4,3 فيصدو ته چې تقريبا 140 مليارډه يورو تاوان کيږي. د پخوا ډېر بريالي سېبيت نندارتون دپاره دغه ارقام خورا ټيټ دي. خو ښاغلی شېر زياتوي:

Contentbanner CeBIT 2010

«دا چې موږ په بازار کې هومره ډېر څه د لاسه نه دي ورکړي، نو موږ اوس ډېری مثبتی د پراختيا شمېرې هم نه شواعلانولی، لکه نور سکترونه چې يې کوي. هغوی شل فيصده د لاسه ورکړي دي او اوس وايي چې غواړي لس فيصده پراختيا ومومي. دا بيا کوم خاص هنر نه دی. »

د معلوماتي تکنالوژۍ سکتور سره له دې هم لا زيات عايد نه شي لاسته راوړلی. په داسی حال کې چې د پلورل شويو سامان آلاتو کچه په زياتېدو ده، خو کمپيوتري وسايل آرزانه شوي هم دي. د مخابراتو په برخه کې هم همداسې خبره ده . سره له دې چې د تليفون د لارې لا زياتی خبرې کيږي او ارقام يې په ډېرېدودي، خو دولتي ادارې په ورته وخت کې زور راولي چې بيې دې لا ټيټې شي. خو بيا هم د معلوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو سکتور په آلمان کې تېر کال د کارځايونه نه دي د منځه وړي:

«موږ 830.000 کارکونکي لرو او دغه شمېر په بحراني کال کې هم ثابت پاته شوی دی. اوس 20.000 کارکونکو پسې گرځو چې دا شمېر پخوا 40.000 تنو ته رسېد. دلته لږوالی راغلی دی چې راته ښېي چې موږ تراوسه پورې جوړښيزې ستونزې لرو.»

د CeBITپه نامه دغه نندارتو صدراعظمي ميرکل پرانيستی
د CeBITپه نامه دغه نندارتو صدراعظمي ميرکل پرانيستیانځور: AP

د آلمان حکومت ته هم ښاغلی اوگوست ويلهلم شېر خپلی غوښتنی وړاندې کوي.که آلمان وغواړي چې د شبکو د جوړولو په برخه کې يو مخکښه رول ولري، نو بايده دي چې په حکومتي کابينه کې د ديجيتلې نړۍ يو تن مسوول نفر مقرر شي.

«موږ ځکه د انترنېټ د ستراتيژۍ د همغږۍ لپاره د دولت په چارو کې يو وزير غواړو، تر څو هر وزارت په خپل سر خبری ونه کي، بلکه يوه همغږې شوې هر اړخيزه طرحه تصويب شي. داسې يوه ستراتيژي چې څرگند هدفونه ولري، نېټې وټاکي او راته وښېي چې موږ په بازارونو کې څرنگه چلند وکړو.»

وينکل/ نسيم صابر

کتونکي : محمد قاسم نوري