1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د «کلک خبرداري» په توګه تايوان ته نژدې نظامي تمرينات کوي

۱۴۰۲ مرداد ۲۸, شنبه

چين د «کلک خبرداري» په توګه و تايوان ته نژدې نظامي تمرينات پېل کړل. په دغو تمريناتو کې هوايي او سمندري ځواکونه برخه وال دي.

https://p.dw.com/p/4VLjK
China hält Militärübung nahe Taiwan ab
انځور: EASTERN THEATRE COMMAND/REUTERS

د چين د دولتي خبري آژانس شينهوا د راپور له مخې د چين د پوځ وياند ويلي دي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۱۹مه) يې پوځي تمرينات تر سره کړل. وياند ويلي چې د چين پوځ «د تايوان ټاپو شاوخوا هوايي او سمندري نظامي تمرينات پېل کړل چې پکښې د چين سمندري او هوايي ځواک برخه وال دي.» د تايپې په وينا د چين جنګې الوتکې ۴۲ ځله د تايوان د هوايي دفاع ساحې ته داخلې شوې.

له دې مخکې چين پر دې غوسه ښودلې وه چې د تايوان مرستيال ولسمشر، ويليم لای لږ وخت مخکې و پاراګوای ته د پرواز پر وخت د امريکا په متحده ايالاتو کې هم ناسته کړې وه. چين د شنبې په ورځ څرګندونو کې لای د «ناآرمي رامنځته کوونکي» په توګه ياد کړی و او د «د ملي خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتيا د ساتنې په مقصد يې د قاطع اقداماتو» کولو هوډ څرګند کړی و. د چين پوځ د تايوان ټاپو شاوخوا خپل نظامي تمرينات د تايوان د «بېلتون غوښتونکو» لخوا د بهر سره د جوړ جاړي لپاره په «کلک خبرداري» ياد کړي دي.

«غير منطقي او پاروونکی چلن»

تايوان د چين دغه نظامي تمرينات «غير منطقي او پاروونکی چلن» ياد کړی دی. تايوان زیاته کړې ده چې «په عملي اقداماتو» او «وړ قوت» به يې په وړاندې غبرګون وښيي.

تايپې ويلي دي چې نظامي تمرينات په هيڅ صورت د تايوان په لاره کې د سولې او ټيکاو سره مرسته نه کوي. په وينا يې دغه نظامي عمليات د چين «نظامي تفکر ښيي او د هيژيموني کردار او نظامي پراختيا پخلی يې کوي.» دا څرګندونې د تايوان د دفاعي چارو د وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه کې شوي دي.

لای و پراګوای ته د خپل سفر پېلولو مخکې ويلي ول چې غواړي د بيلو هيوادونو د مخکښو مشرانو او د تايوان سره همنظره پلاوو سره ملاقاتونه وکړي. په رسمي توګه د امريکا په متحده ايالاتو کې ناسته د مخکې سفر د ادامې مؤقتي توقف و. خو د چين د باندنيو چارو وزارت وويل چې تايوان او د امريکا متحده ايالات په مخفي توګه رامنځته شوې هوکړې سره د «سفري توقف» په نوم په امريکا کې د سياسي فعاليتونو امکان برابروي.

پاراګوای په سويلي امريکا کې يوازنی هیواد دی چې تايوان ته د خپلواک دولت په توګه ګوري. چين تايوان د خپلې خاورې برخه بولي او غواړي چې بېرته يې د ځان سره الحاق کړي. تايوان چې په خپلواکمنه توګه اداره کيږي، د چين لخوا په نظامي قوت د الحاق کېدو د ګواښ سره مخامخ دی.

آ./ا.ا./ن.ص.

زموږ له آرشيف (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۲۷ نېټه) څخه: