1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د روسيې او اوکراين ترمنځ اوربند او د سولې خبرې وغوښتې

۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

د اوکراين د جګړې په هکله دغه ۱۲ فقره يز پلان داسې مهال وړاندې کيږي چې لوېديځ پر چين تور لګوي چې روسيې ته د وسلو لېږد يې په نظر کې نيولی دی.

https://p.dw.com/p/4NvuC
ولاديمير پوتين او وانګ يي
ولاديمير پوتين او وانګ ييانځور: Anton Novoderezhkin/ITAR-TASS/IMAGO

چين د جمعې په ورځ په اوکراين کې اوربند او د کيف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو اترو پيل وغوښت. دا د هغه ۱۲ فقره يز سولې پلان يوه برخه ده چې د سياسي لارې د جګړې ختمول غواړي. بيجينګ په دغه جګړه کې بې طرفي غوره کړې ده. خو بيا هم چين ويلي دي چې له روسيې سره »بې سرحده دوستي« لري او پر اوکراين د يرغل له غندلو څخه يې ډډه کړې ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت په خپل نوي وړانديز کې ويلي دي چې ديالوګ او مذاکرات »د اوکراين د کړکېچ يوازنی عملي حل دی.« بيجينګ دا هم ويلي چې يواړخيز بنديزونه او ډېر فشار دغه موضوع نه شي حل کولی او »فقط نوې ستونزې زېږوي.«چين د «نړۍ د امنیت» خپل نوښت خپور کړ

په دغه وړاندې شوي سند کې ويل شوي دي چې »چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا له نه منظور شوو يو اړخيزو بنديزونو سره مخالفت لري. ښکېل هيوادونه بايد د نورو هيوادونو پر ضد له اوږدې فاصلې څخه د قضايي چارو له ناوړې ګټې لاس واخلي.«

په داسې حال کې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مسکو د اټومي وسلو ذخيرې زياتې ښودلې دي، د چين د سولې په پلان کې راغلي دي چې »اټومي وسلې بايد استعمال نه او اټومي جګړه بايد ونه شي او د اټومي وسلو له ګواښ يا استعمال سره بايد مخالفت وشي.«چین د اوکراین په جنگ کي د سوله ایزو نوښتونو اعلان کړی

په دغه سند کې دا هم ليکل شوي دي چې »ټول اړخونه بايد له منطق څخه کار واخلي او آرامتيا حفظ کړي، لمبو ته لمن ونه وهي او ترينګلتيا زياته نه کړي، او کړکېچ لا خرابېدو ته پرې نه ږدي چې دغه لړۍ له کنتروله ونه وځي.«

په نورو نقطو کې د جنګي اسيرانو ژغورنه او پر ملکي وګړو د بريدونو درول، د اټومي بټيو خونديتوب او د غنمو د  صادراتو آسانول هم ذکر شوي دي.

اوکراين دغه ۱۲ فقره يز پلان »يوه ښه نخښه« بللې او هيله يې څرګنده کړې چې چين دې له اوکراين څخه لا په فعال ډول ملاتړ وکړي. په بيجينګ کې د اوکراين شارژدافيرې ژانه لېشچينسکه ويلي دي چې »موږ هيله لرو چې دوی به روسيه قانع کړي چې جګړه بنده او خپل ځواکونه وباسي.«

په دې ترڅ کې د ناټو سرمنشي ينس ستولتنبرګ سوړ غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې چين د منځګړي په توګه »ډېر اعتماد« نه لري.روسيه: ناټو د هند او چين تر منځ «ستونزې» زيږوي

ستولتنبرګ په تالين کې خبريالانو ته وويل چې »چين ډېر اعتماد نه لري ځکه چې دوی پر اوکراين د غير قانوني يرغل په غندلو نه دي قادر شوي.« دا يې هم ويلي چې چين تر يرغل يوازې يو څو ورځې مخکې له روسيې سره يو هوکړه ليک هم امضا کړی وو.

د اروپايي اتحاديې مشرې، اورزولا فون دېر لاين له بيجينګ سره د مسکو ټينګو اړيکو ته ګوته ونيوله. هغې وويل چې »دوی بايد د يوه ځانګړي شاليد له مخې وکتل شي، او دغه شاليد دا دی چې چين د لاسليک له لارې تيار طرف نيولی دی، يعنې تر يرغل مخکې يې بې پايه دوستي ورسره کړې وه.«

د امريکا متحده ايالاتو انتقاد کړی دی. د امريکا د ملي امنيت مشاور وويل چې جګړه »سبا هم پای ته رسېدلی شي که روسيه پر اوکراين بريد ودروي او خپل ځواکونه وباسي.«

دا په داسې حال کې ده چې د چين مشر ديپلومات، وانګ يي د چهارشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړ او له پوتين او د بهرنيو چارو له وزير، سرګي لاوروف سره يې وليدل. تر کتنې وروسته داسې بيان خپور شو چې وانګ يي پکې ويلي ول چې چين غواړي له روسيې سره »سياسي باورتيا ژوره« او »ستراتيژيکه همغږي پياوړې« کړي.

اف بي، ام اف/ن.ص./ن.ز.