1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین، تایوان او امریکا؛ اوږدې خو پیچلي اړیکې

۱۴۰۱ مرداد ۱۳, پنجشنبه

تایوان ته د نانسي پلوسي ناڅاپي سفر د چین د کمونیستي حکومت پراخ او تند غبرګون را وپاروو او امریکا ته یې د عواقبو خبرداری ورکړ. په داسې حال کې چې امریکا د «یوه چین» پالیسي په رسمیت پیژني، خو بیا هم ټایوان ته وسلې ورکوي.

https://p.dw.com/p/4F6xE
Bildkombo Joe Biden Tsai Ing-wen Xi Jinping

په تیرو ورځو کې تایوان ته د امریکا متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي رسمي سفر په چین کې پراخ او تند غبرګونونه را وپارول. په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات تایوان په رسمي توګه د چین برخه ګڼي او د «یوه چین» سیاست یې په رسمیت منلی دی، دغه هیواد تایوان ته پرمختللې وسلې ورکوي.

په ۱۹۴۹م کال کې په چین کې تر کورنۍ جګړې وروسته، دوو داسې چینايي دولتونو سر راپورته کړ چې په خپله یې ځان ته مشروعیت ورکړی وو. له دوی څخه یو یې په تایوان کې میشت د چین جمهوریت وو او بل بیا د چین په اصلي خاوره کې د چین د ولسي جمهوریت وو چې مشري یې په بیجینګ کې د ماو زیدونګ پر غاړه وه چې تایوان یې یو بیل شوی ولایت ګڼلو.

د چین کمونیست ګوند چې د چین ولسي جمهوریت یې په لاس کې دی، هیڅ وخت یې د تایوان د مسایلو په هکله څه نه دي ویلي. په عین وخت کې د ۱۹۹۰م کال راهیسې تایوان چې د آزادو او دموکراتیکو ټاکنو له لارې خپل مشران ټاکي، د چین پر داخلي مسایلو هیڅ راز اغیز نه لري او له اوږدې مودې راهیسې هیچا د تایوان د دغه ځانګړي حیثیت د بدلولو په هکله فکر هم نه وو کړی.

په ۱۹۴۹م کال کې د چین د هغه مهال مشر ماو تسیتونګ د چین د ولسي جمهوریت اساس کیښود.
په ۱۹۴۹م کال کې د چین د هغه مهال مشر ماو تسیتونګ د چین د ولسي جمهوریت اساس کیښود.انځور: AP

خو په ۲۰۰۵م کال کې بیا په دې سیمه کې سیاسي حالت بدلون وکړ او چین داسې قانون تصویب کړ چې د چین د خلق د آزادۍ ځواکونو ته دا حق ورکوي چې د تایوان له لوري د خپلواکۍ غوښتلو په صورت کې په دغه هیواد کې پوځي مداخله وکړي. له لسیزو راهیسې، چین په خپلو سواحلو کې راکیټي سیستمونه هم ځای پر ځای کړي دي. داسې سیمه چې ترې په آسانۍ کولی شي تایوان په نخښه کړي. پر دې ټولو سربیره، د تایون او چین ترمنځ چې د تایوان د تنګي په واسطه سره جلا شوي، سیاسي او دپلوماتیکي اړیکې ترینګلي دي.

د تایوان نړیوال مشروعیت

تر ۱۹۷۰م کاله پورې نړیوالې ټولنې تایوان د چین یوه برخه ګڼله، خو په ۱۹۷۱م کال کې بیا ملګرو ملتونو یوه داسې مسوده تصویب کړه چې له مخې یې د چین ولسي جمهوریت یوازې د چین استازیتوب کولی شي. په ملګرو ملتونو کې تر دغه اقدام وروسته، آلمان له چین سره سیاسي اړیکې پیل کړې، خو د یوه شرط په توګه آلمان اړ وو چې د «یوه چین» سیاست مسئله ومني کوم چې بیجینګ د چین د یواځیني قانوني حکومت په توګه پیژني.

تایوان: د چین دودیز درمل د نابودي له ګواښ سره مخامخ دي

په ساده الفاظو سره، په دې سیاست کې آلمان اړ وو چې له تایوان سره دپلوماتیکي اړیکې قطع کړي. اوسمهال په ټوله نړۍ کې د واتیکان په شمول یوازې ۱۴ هیوادونو تایوان د یوه جلا حکومت په توګه په رسمیت پیژندلی دی.

په ۱۹۷۹م کال کې امریکا متحده ایالاتو بیا د یوه قانون پر اساس د چین له جمهوریت سره خپلې اړیکې قطع کړې او د چین د ولسي جمهوریت یې یوازې د چین د قانوني حکومت په توګه وپیژانده. په همدې کال کې، د امریکا کانګرس له تایوان سره د اړیکو قانون تصویب کړ چې له مخې یې امریکا متحده ایالات اړ دي چې تایوان ته د وسلو پرمختللي سیستمونه ورکړي او په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته امریکا متحده ایالات ژمن ګڼي.

په آسیا کې له ديموکراسیو د امریکا ملاتړ

په امریکا متحده ایالاتو کې د سیاسي ګوندونو اجماع پر دې هم ده چې تایوان باید بیجینګ ته تسلیم نه کړل شي، دا ځکه چې د سړې جګړې په دوران کې امریکا متحده ایالاتو او تایوان په ګډه له کمونیستي چین سره جګړه کې برخه اخیستې وه. په ورته وخت کې واشنګټن بیا د بیجینګ له چټګ پرمختګ څخه هم اندېښنه لري او په نړیواله سطحه یې خپل رقیب ګڼي خو تایوان ته بیا د یوه اصلي او مهم متحد په سترګه ګوري.

Taiwan Nancy Pelosi, während eines Treffens mit der taiwanesischen Präsidentin Tsai Ing-wen
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

تایوان ته د نانسي پلوسي په وروستي سفر کې هغې وویل چې «پلاوی مو له دې کبله تایوان ته راغلی څو دا ښکاره کړو چې موږ به هیڅ وخت تایوان یوازې پرېنږدو او موږ له تایوان سره پر خپلې اوږدې ملګرتیا ویاړو.» تایوان بیا په سیمه کې په خورا مهم موقعیت کې دی او کولی شي چې د چین د پوځی کښتیو تګ راتګ او د پاسفیک سیمې ته د چین د جټ الوتکو تګ راتګ وڅاري.

د چین کمونیست ګوند د «یوه چین» سیاست ته د تایوان او چین د بیرته احتمالي یوځای کیدو له پاره یو بنیاد ګڼي، خو په تایوان کې بیا د چین د دغه نظریې په هکله تردید موجود دی. په تایوان کې بیا عام خلک د تایوان د خپلواکۍ د نظریې په هکله سره پاشلي دي. په چین کې خلکو ته دا ور ښول کیږي چې ټاپويي تایوان د یوه ولسمشر له لوري نه بلکې د یوه مشر مدیر له لورې اداره کیږي. چین د تایوان ملي بیرغ او ملي سرود هم په رسمیت نه پیژني او چین په نړیوالو سازمانونو کې د تایوان د ګډون مخنیوی هم کوي. په همدې وروستیو کې چین د تایوان د هغه اقدام مخنیوی وکړ چې غوښتل یې د روغتیا په نړیوال سازمان کې د یوه څارونکي نقش ترلاسه کړي.