1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اویغور مسلمانانو په ملاتړ د ۳۹ هیوادونو ګډه اعلامیه

۱۳۹۹ مهر ۱۶, چهارشنبه

د آلمان په ګډون ۳۹ هیوادونو د ملګرو ملتونو سازمان ته په یوه ګډه اعلامیه کې په چین کې د اویغور مسلمانانو د بشري حقونو او د هانګ کانګ د روان وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/3jXik
China Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/H. W. Young

په لسګونو هیوادونو له چین څخه غوښتي دي چې د اویغور مسلمانانو بشري حقونو ته دې درناوی وکړي.

په لسګونو هیوادونو د چین له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په دغه هیواد کې د اویغور اقليت بشري حقونو ته درناوی وکړي. په هغه ګډه اعلامیه کې چې د آلمان په ابتکار پیل شوې ده د پيکنګ له حکومته دغه غوښتنه شوې ده. د سه شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د آلمان سفیر کرستوف هوېسګن، وویل چې په اعلامیه کې راغلي دي: «په ځانګړي توګه په سینک یانګ او تبت کې د مذهبي او نسلي اقلیتونو د غړو بشري حقونو ته دې درناوی وشي.»

په دغه ګډه اعلامیه کې چې د ۳۹ هیوادونو له خوا لاسلیک شوې ده د آلمان ترڅنګ امریکا متحده ایالات، د اروپایې اتحادیې اکثره غړي هیوادونه، کاناډا، چاپان، استرالیا، نوی زیلاند، هندوراس او هایټي شامل دي.

دغو هیوادونو په سینک یانګ کې چې اکثره اوسیدونکي يې اویغور مسلمانان دي په هانګ کانګ کې د بشري حقونو وضعیت په اړه «ژوره انديښنه» ښودلې ده.

لاسلیک کونکو هیوادونو له چین څخه غوښتي چې دغو سیمو ته دې په عاجل ډول د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارونکو تګ ته لاره هواره کړي. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین سفیر سانګ یون، آلمان، بریتانیا او امریکا متحده ایالات پر «منافقانه چلند» تورن کړل.

دوی باید خپل «غرور او برتري» یوې څنډې ته پریږدي او د دغو مسائلو له پورته کولو ډډه وکړي.

بل لور ته د پاکستان استازي هم هغه بیانیه لاسلیک کړې ده چې په هغې کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د هانګ کانګ له وضعیت څخه د چین په داخلي چارو کې د لاسوهنې له پاره استفاده کیږي. په دې کې د سولې د هڅو د عملي کیدو او په چین کې د یو شمیر نوو سفارتونو د جوړیدو مخنوی شامل دي.

د بشري حقونو سازمانونو او څیړونکو په حواله په سنګ یانګ کې تر یوه میلیون ډیر اویغوریان او نور مسلمانان په سلګونو توقیفخانو کې بندیان دي. د فعالانو په حواله دوی په زوره د خپل دین، کلتور او ژبې پریښودو ته اړ ایستل کیږي او په ځینو مواردو کې ورسره ناوړه چلند کیږي.

له هیواده بهر اویغوریان هم د پیکنګ حکومت په سیمه کې د اویغوریانو په وژنې، شکنجې او زورونې تورنوي.

پيکنګ دغه تورونه ردوي او وایي چې دا د«روزنې مرکزونه» دي چې د اسلامی رادیکلیزم یا افراطیت سره د مبارزې په برخه کې کار کوي.