1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

Christian Wulff د آلمان د نوي ولسمشر، په توګه لوړه وکړه

۱۳۸۹ تیر ۱۲, شنبه

Wulff : « هغه به کوم وخت وي چي زمونږ په هيواد کي دا غوښتنه رښتيني بڼه پيدا کړي چی د نژادي، نسبي او ټولنيز موقف د توپیرونو څخه پرته په آلمان کی ټول د زدکړی لپاره يو شان چانسونه پيدا کړي؟»

https://p.dw.com/p/OA2p
Christian Wulff د آلمان د نوي ولسمشر، په توګه د لوړی د مراسمو په وخت کی
Christian Wulff د آلمان د نوي ولسمشر، په توګه د لوړی د مراسمو په وخت کیانځور: AP

Christian Wulff د جمعې په ورځ د ورځي په يوه نيمه بجه د المان د ولسمشر په توګه د خپل هيواد فدرالي شورا يا بوندستګ په وړاندي د لوړي مراسم پر ځاي کړل او وويل:

« زه لوړه کوم چي په بشپړه توگه د آلمان د ولس د ښېگڼو لپاره خپل پوره کوښښ وکړم، د ولس څخه د هر ډول تاوان مخه ونيسم، د آلمان د اساسي قانون او د فډرالي ادارې قوانين به ساتم او ورڅخه دفاع به کوم. زه به د هر چا په وړاندي د عدل څخه کار اخلم او خپله دنده به په وجداني توگه په مخ بيايم. د لوي څښتن په مرسته. »

د لوړې څخه وروسته د وينا پر وخت Wulff ډېر ډاډه معلومېدي. نوموړي په خپله وينا کي هغه ټکي په گوته کړه چي د خپلې ولسمشرۍ پر وخت يې په پام کي نيسي.

يو پنځوس کلن Christian Wulff چي د المان د تاريخ تر ټولو ځوان ولسمشر دي وويل چي دي به د المان د خاوري په دننه کي د ټولو ميشت خلکو تر مينځ «پولونه» جوړ کړي او د المانانو او کډوالو تر مينځ به د اړيکو ټينگولو هڅه وکړي.

Christian Wulff وويل: « هغه به کوم وخت وي چي زمونږ په هيواد کي دا غوښتنه رښتيني بڼه پيدا کړي چی د نژادي، نسبي او ټولنيز موقف د توپیرونو څخه پرته په آلمان کی ټول د زدکړی لپاره يو شان چانسونه پيدا کړي ؟ هغه به کوم وخت وي چی دا غوښتنه حقيقت پيدا کړي کله چي د ښونځيو څخه فارغ شوي حوانان په داسي حال کي چي نمري سره مساوي وي خو نومونه يي Yulmaz يا Krause وي، د مسلکي زدکړو او د کار په استخدام کي د هغوي تر مينځ توپير ونه شي.»

.

په خپله وينا کي Wulff وويل: که يو څوک ترکي نوم ولري لکه Yulmaz او يا هم آلمانی لکه Krause بايد يو ډول چانسونه ولري.

نوي ولسمشر زياته کړه چي د المان اوسېدونکي بايد په خپل منځ د توپيرونو پوښتنه ونه کړي، بلکه په «همږغيو پسي وگرځي او بل دا چي هڅه وکړو چي يو د بل څخه زدکړه وکړو.»

د آلمان نوي ولسمشر، پدې تړاو د ابراهيمي دينونو لکه اسلام، عيسويت او يهوديت تر منځ د گڼ شمېر همږغيو د شتون خبره هم وکړه.

د ولسمشر په توگه په خپله لومړۍ وينا کي Christian Wulff پر دې خبره هم ټينگار وکړي چي ولسي خلک بايد په سياست کي لېواتيا وښيي. د المان د نيډر زاکسن دغه پخواني لومړي وزير او اوس ولسمشر پر المانانو غږ وکړ چي په سياسي گوندونو کي شامله سي او پکښي د خپل هيواد د ښېگڼې لپاره کار وکړي.

هغه وويل:« که د گوندونو زياتره پرېکړي د څو محدوده فعاله کسانو لخوا کيږي نو بايد موږ هڅه وکړو چي لا زيات انسانان و دې ته وهڅوو چي په گوندونو کي فعاله سي او پکښي لېوالتيا وښيي. »

د المان وروستي ولس مشر Horst Köhler يوه مياشت تر مخه د خپلې دندې څخه هغه وخت استعفي وکړه چي د افغانستان د سفر څخه وروسته يې د پوځي ماموريتونو او اقتصادي ګټو په هکله پر څرگندونو سياسي شخړه رامنځ ته سوه او پر دې د سياستوالو لخوا نيوکي وسوې.

Köhler په مرکه کي ويلي وه چي «د اقتصادي ګټو څخه د دفاع لپاره د هيواد څخه د باندي پوځي ماموريتونه حتمي دي».

د Köhler د استعفي څخه يوه مياشت وروسته د آلمان ايتلافي حکومت دري سترو ګوندونو، مسيحي ډيموکراټ، مسيحي سوسيال او ليبرال ديموکرات Christian Wulff چي خپل د مسيحي ديموکرات د ګوند غړي ؤ، د المان د نوي ولسمشر په توگه کانديد کړ.

که څه هم Wulff د چهار شنبي په ورځ د ټاکنو په لومړي او دوهم پړاو کي د ايتلافي حکومت د ګوندونو د څو تنواستازو د نه راييو ورکولو له امله مطلق اکثريت ونه ګاټه، خو په دريم پړاو کي بريالي شو چي د فدرالي شورا او د ايالتي شورا د ټاکنو د ښځينه او نارينه استازو مطلق اکثريت تر لاسه کړي .

کينکارتز/ احمدولي اڅکزي

کتونکي: عبدالباري حکيم