1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

CIA به په پاکستان کي خپل عمليات ونه دروي

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

يوه امريکايي چارواکي پرون وويل چي د امريکا استخباراتي شبکه CIAبه په پاکستان کي د شکمنو ترهګرانو پر ضد خپل «عمليات» ونه دروي. د پاکستان صدراعظم بيا د شنبې په ورځ کابل ته سفرکوي

https://p.dw.com/p/RI7G
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلانيانځور: Abdul Sabooh

يو لوړپوړي دولتي چارواکي د نوم د نه ښکاره کولو په شرط فرانس پريس آژانس ته ويلي دي چي پاکستان د امريکا لخوا د اسلامي جنګياليو خلاف د بې پيلوټه الوتکو د بمباريو په سر ګوت نيونه کوله، خود CIA مشر ليون ؟پانيټا د پاکستان د استخباراتي شبکې غړو ته وويل چي دا زما وظيفه ده چي پر امريکا د حملو مخ نيوې وکړم. ده زياته کړه « پانيټا خپلو سيالوته د ا خبره واضحه کړه چي ، د امريکايانو ساتنه دده بنسټيزه دنده ده، او مونږ به د هغه چا په خلاف عمليات ونه دروو چي مونږ ته خطرناکه وي.»

د دوشنبې په ورځ د واشنګټن څخه دباندي د CIA په مرکزي دفتر کي د دواړو شبکو مشرانو ليون پانيټا او جنرال شجاع پاشا څو ساعته په اړونده موضوع ګانو سره خبري کړي وې.

امريکايي رسنيو په خپلو راپورونو کي ويلي وو چي جنرال پاشا او ملګرو يي د امريکا د دولت څخه غوښتي وو چي د بې پيلوټه الوتکو بمباري دي کنترول شي اوپه پاکستان کي دي د CIA او د ځانګړو ځواکونو شمير را ټيټ کړي.

US Drone Predator Flash-Galerie
انځور: AP

په ښکاره توګه د CIA د مشر د دريځ د روښانه کولو په خاطر د امريکا لخوا تر يوې مياشتي ځنډ وروسته يو ځل بيا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولي ته څيرمه يوې بې پيلوټه الوتکي په بريد کي د حقاني شبکه کومه چي د القاعدي ملاتړي ډله ده، غړي په نښه کړي وو.

يوه پاکستاني چارواکي ويلي چي په دغه بريد کي چي د جنوبي وزيرستان په يوه ولسوالي کي تر سره ، يو موټر په نخښه شويدی . دغه لاره افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د القاعده او طالب جنګيالو لخوا استعماليږي، چي د سرحد هغه غاړي د ناټو پر ځواکونو حملې کوي.

د ۱۷ د مارچ د بريد څخه وروسته دا لمړي ځل وو چي د بې پيلوټه الوتکو لخوا دي بريد شوي وي. د مارچ د ۱۷ نيټي د بريد په نتيجه کي د پوليسو په شمول شاوخوا ۳۹ تنه ملکي وګړي وژل شوي وو. ددغي پيښي په سر ملکي او پو ځي مشرانو امريکا ته احتجاج کړي وو. پردې سربيره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني له خوا دا پيښه په کلکو ټکو غندل شوې وه.

خو د سياسي څيړونکو په اند سره ددې چي د دواړملکونو تر منځ د بې پيلوټه الوتکو د بمباريوپه سر ديپلوماتيکي ناندری رامنځ ته شوي ،ښايي ډير کم چانس اوسي چي CIA دي د بې پيلوټه الوتکود بمباريو څخه لاس واخلي، که څه هم پاکستاني مشران په داخل کي دغه حملې په څرګند ډول غندي.

په عين وخت کي نن د پاکستان د دولتي چارواکو لخوا ويل شوي چي د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني به د شنبي په ورځ په يو ورځني سفر کابل ته ولاړ شي، چيري چي به د امنيتي مسايلو سربيره د پولي د دواړوغاړو په اړه خبري هم وشي.

په دغه هييت کي به د ګيلاني سره د پوځ لوی درستيز جنرال اشفاق کياني، د استخباراتي شبکې مشر جنرال شجاع پاشا او د کورنيو چارو وزير رحمن ملک ملګرتيا ولري.

د پاکستان د بهرنيوچارووزارت وايي چي ښايي د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولي دبهير په سر به هم پدغه کتنه کي خبري وشي.

د۲۰۰۱ م کال څخه را پديخوا چي حامد کرزي پر چوکی کښيناست د پاکستان او افغانستان اړيکي سره ترينګلي وې، ځکه افغاني چارواکو په کراتو د آی ايس آی بعضي کړی د طالبانو سره د لاس لرلو په سر تورني کړيدي.

خو د 2008 کال څخه راپديخوا د کله څخه چي ولسمشر آصف علي زرداري د جنرال مشرف ځای ناستی شويدی، نو د دواړوهيوداونو په ديپلوماتيکي اړيکو کي سره پر مختګ شوی.

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکی: محمد قاسم نوري