1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ځيني ساختماني پروژې نیمګړي او خیالي دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۰, جمعه

په افغانستان کي د ساختماني او لوژستیکي شرکتونو مسؤلین وايي چې له تیرو اتو میاشتو راهیسي يې کارونه په ټپه ولاړ دي او طالبان يې په یوه او بله پلمه د سرته رسیدولو پروژو پیسې نه ورکوي. خو طالبان بیا څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4BdtG
Straßenbau in Mazar
انځور: DW

په افغانستان کي د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو د ټولني مسؤل حاجي فرید احمد تاتار دويچه ويله ته وویل چې په کابل کي يې وزارتونه ږغ نه اوري او اوس دوی کندهار ته ورغلي دي، ترڅو په ټپه ولاړي چاري له سره شروع کړي.

هغه وايي ۸ میاشتي يې د اړوندو وزارتونو دروازې ټکولي، ترڅو د جمهوریت له وخته د دوی د بېلا بیلو پروژو د سرته رسیدولو کارونو پاته پیسې ورکړل سي او د پيسو د نشتوالي له امله يې ټولي چاري په ټپه ولاړي او له دې لاري نژدې دوه میليونه هیوادوال وزګار دي.

تاتار وايي، له دې درکه يې د ۵۵ څخه تر ۶۰ ميلیاردو افغانیو پوري پر بېلا بېلو وزارتونو، چي پکښي د کورنیو چارو، دفاع، ښار جوړولو، ټولګټو او ځینو نورو وزارتونه شامل دي پور پاته دی.

هغه وويل: «موږ په همدې موخه کندهار ته راغلي یو، چي دلته له امیرالمؤمنین شیخ هیبت الله اخوند زاده سره ووینو.»

خو د ټولګټو وزارت، چي د دغو یادو بېلا بېلو شرکتونو ۳ ميلیارده افغانۍ پوروړی دی هم وايي چې په دې اړه د حساب تصفيې ته چمتو دی، خو په دې برخه کي ځیني ملاحظات لري.

د دغه وزارت مطبوعاتي ویاند مولوي حمیدالله مصباح دويچه ويله ته وویل، نه یوازي د اړوندو وزارتونو، بلکي د رئيس الوزرا له خواهم په دې اړه یوه کمېټه جوړه شوې ده، ترڅو د ټولو وزارتونو په کچه د شرکت لرونکو ږغ واروي.

هغه وويل د جوړ سویو کمېټو څېړنو روښانه کړې ده چي یادو شرکتونو د هیواد په بېلا بېلو ولایتونو کي یو شمیر داسي پروژې عملي کړي چي ډیري نیمګړي، له لاسلیک سوي قراردادي اصولو پر خلاف او ان یو شمیر خو يې داسي هم دي چي په عمل کي هیڅ نه سته یوازي د کاغذ پرمخ کارونه سرته رسیدلي دي.

هغه زیاته کړه: «موږ د ساختماني او لوژستیکي شرکتونو له اکثرو مسؤلینو سره په ځینو برخو کي موافقې ته هم رسیدلي یو او دوی خپله هم منلې ده، چي په دې برخه کي فساد سوی دی، تخنیکي او ټاکل سوي اصول نه دي مراعت سوي. نو موږ په دې برخه کي په ګډه کار کوو، چي د د وی په منځ کي اصلي حقدار معلوم او په رښتیا يې بندي پیسې ورته وسپارو.»

سیګار یا د افغانستان د بیا رغووني له پاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې هم وخت پر وخت د رغنیزو پروژو په سرته رسولو کي د فساد راپورونه ورکړي دي.

عام افغانان هم د اکثرو سرته رسیدلو پروژو څخه خوشحاله نه دي او وايي له افغانستان سره د مرستو اکثره پیسې د کار پرځای د دفترونو پر فیشني لوازمو او د کارمندانو پر لوړو معاشونو لګول سوي دي.

د ساختماني او لوژستیکي شرکتونو مسؤلین هم په پروژو کي د فساد خبره نه ردوي، خو وايي ټول شرکتونه په فساد ککړ نه دي.

محمد ابراهیم سپيڅلی