1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي قيمتونه په ريکارډ سطحه جګ سوي دي

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

په پاکستان کي په شپږمه مياشت پرله پسې قيمتونه نور هم جګ سوي دي. په اګست مياشت کي د تير کال په پرتله د اجناسو په قيمتونو کي ۲۷ سلنه زياتوالی راغلی چي له ۱۹۷۵ راهيسي د ګرانۍ تر ټولو جګه سطحه ده.

https://p.dw.com/p/4GO63
په پاکستان کي په زياته د خوراکي توکو قيمتونه ډېر جگ سوي دي
په پاکستان کي په زياته د خوراکي توکو قيمتونه ډېر جگ سوي ديانځور: PPI/Zuma/picture alliance

د پاکستان د احصايو ادارې د اجناسو د قيمتونو معلومات خپاره کړي دي. د دغه راپور پر اساس په دغه هيواد کي له شپږو مياشتو راهيسي په پرله پسې توګه د اجناسو په قيمتونو کي اضافه سوې ده. په دغه راپور کي راغلي چي د روان کال د اګست په مياشت د تېر کال د همدغه مياشتي په پرتله د اجناسو قيمتونه ۲۷،۳ فيصده جګ سوي ول. په عيني حال کي کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چي په دغه هيواد کي د راغلو سېلابونو له کبله قيمتونه نور هم جګېدلای سي.
پاکستان: په تازه سېلابونو کې په لسونو نور کسان مړه شوي
د ګرانۍ نوی ريکارډ

په سېلاب ځپلي هيواد پاکستان کي د اګست په مياشت سخت سېلابونه راغلل او د دغه هيواد زيات شمېر اوسېدونکي يې زيانمن کړل. په دې ترڅ کي زيات فصلونه او مالونه هم له منځه ولاړل. دا هم يوه له هغو وجوهاتو څخه بلل کيږي چي په اګست مياشته کي قيمتونه هم په لا چټکۍ سره لوړ ولاړل.

خو ايا دا د پاکستان په تاريخ کي د ګرانۍ تر ټولو هسک ګراف دی؟ د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخي د اقتصادي چارو کارپوه خاقان حسن نجيب ورته ويلي دي: «هر څوک همدغه پوښتنه کوي او جواب يې دا دی چي د ګرانۍ  شرحه له ۱۹۷۵ څخه دومره نه ده جګه سوې لکه اوس چي جګه ده.»

که د کال په کال پر ځای د مياشتي په مياشتي زياتېدونکي ګرانۍ شرحې ته وګورو نو د استهلاک په څيزونو کي د جولای مياشتي په پرتله د ۲،۴ فيصده ګراني راغلې ده. په جولای مياشت کي بيا د هغه څخه مخکي مياشتي په پرتله د ګرانۍ شرحه ۴،۳ فيصده وه.
پاکستان کې سيلابونه؛ چارواکي وايي بشري مرستې مخ په ډيرېدو دي

کوم څيزونه ګران سوي دي؟

د پاکستان د احصايو د ادارې د راپور پر اساس په دولسو بيلو څانګو کي د مصنوعاتو قيمتونه زيات سوي دي. د خوراکي توکو په قيمتونو کي سږکال د تېر کال په پرتله ۳۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. تر ټولو زياته د قيمتونو اضافه په ترانسپورتي برخه کي رامنځته سوې ده چي د تېر کال په پرتله ۶۳ فيصده ده.

يادي دولتي ادارې په خپل راپور کي د خوراکي توکو قيمتونه په ښاري او کليوالو سيمو سره ويشلي دي. په دې ترڅ کي ويل سوي دي چي په ښارونو کي ۲۶،۲ فيصده او او په کليو کي ۲۸،۸ فيصده ګراني راغلې ده.

د راپور له مخي په ښارونو او کليو کي په زياته د دال، پياز، پخلي غوړي، غنم، روميان او نور سابه ګران سوي دي. د دال په قيمت کي ۱۱۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. خو د بورې په قيمت کي ۱۶ فيصده زياتوالی راغلی دی.

په پاکستان کي د برېښنا په قيمت کي ۱۲۳ فيصده زياتوالی راغلی او د سون د توکو  په قيمت کي د ۸۴ فيصدو زياتوالی راغلی دی.
امريکايي پوځ د پاکستان سيلاب ځپلو ته مرستې رسول غواړي

د سېلاب له وجې د قيمتونو د زياتېدو اندېښنه

په پاکستان کي د مون سون بارانونو له کبله سېلابونو په ټول هيواد کي زيات تاوانونه رامنځته کړي دي. د سېلابونو له کبله فصلونو ته زيات زيان اوښتی دی او د دې تر څنګ لاري او سړکونه هم ډېر تخريب سوي دي.

په اسلام آباد کي د حکومت د معلوماتو پر اساس په ټول هيواد کي دوه میليونه هکتاره مځکه له سېلابونو څخه اغېزمنه سوې ده.

د سېلاب وروسته په ټول پاکستان کي د سبزيجاتو او مېوو په قيمتونو کي هم زياتوالی راغلی دی. کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چي د سېلابونو له کبله ښايي په دغه هيواد کي د خوراکي توکو د کموالي له کبله قيمتونه نور هم زيات سي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.