1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې څه وخت د کرونا واکسيناسيون پيليږي؟

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

د آلمان د روغتيا وزير اټکل کوي چې د کرونا د واکسيناسيون مرکزونه به په دسمبر مياشت کې فعاليت پيل کړي. يونيسف ويلي چې په ۲۰۲۱م کال کې به د کرونا واکسين دوه ميليارده ډوزه د افغانستان په گډون بې وزلو هېوادونو ته انتقال شي.

https://p.dw.com/p/3lhdw
Symbolbild Covid-19-Impfstoff Frankreich
انځور: Joel Saget/AFP/Getty Images

د آلمان د روغتيا وزير ينس شپان د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳ نيټه) د « Redaktions Netzwerk Deutschland» شبکې ته وويل چې ما د آلمان د ۱۶ ايالتونو چارواکو ته ويلي دي چې د دسمبر مياشتې په نيمايي کې د واکسيناسيون مرکزونه چمتو کړي، په هغه صورت کې چې اروپايي چارواکي د لومړي واکسين جواز جاري کړي.

شپان زياته کړه: «زه دې ته لومړيتوب ورکوم چې موږ د واکيناسيون يو چمتو مرکز ولرو که هغه د څو ورځو له پاره غير فعاله هم پاتې شي، خو نه دا چې واکسين ولرو خو د ويش زمينه یې برابره نه وي.» هغه وويل چې لومړی به هغه کسان چې ډېر له خطر سره مخامخ وي، واکسين شي، د مثال په توگه د ډېر عمر کسان.

د شپان د اټکلونو پر اساس آلمان د اروپايي کميسيون په چوکاټ کې د کرونا تر ۳۰۰ ميليونو دوزه زيات واکسين د ځان له پاره تضمين کړي دي.

نوموړي وړاندوينه کوي: «آن د يوه کس پر سر د دوو دوزو سره به هم موږ د خپل نفوس [آلمان] له پاره په کافي اندازه واکسين ولرو او کيدای شي نورو هېوادونو ته یې هم ورکړو.»

د پرمختگ په ترشل کې ولاړ هېوادونه

د ملگرو ملتونو ادارې يونيسف هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکي ميلادي کال کې به د کرونا واکسين کابو ۲ ميليارده دوزه چې د بې وزلو هېوادونو له پاره په نظر کې نيول شوي، دغو هيوادونه ته انتقال شي. زياته شوې چې په دې کې د افغانستان، يمن او بروندي په څېر هيوادونه شامل دي. 

اړونده موضوع: رپوټ: آلمان د کرونا واکسيناسيون له پاره په سونو مرکزونه جوړوي

د يونيسف د اکمالاتو څانگې له خوا ويل شوي چې دا «ستره دنده» به د «کوواکس» د نړيوال تخصصي پروگرام د برخې په توگه د ملگرو ملتونو د روغتيا سازمان په مرسته ترسره شي چې ۳۵۰ هوايي او د کارگو شرکتونه به پکې برخه واخلي.

د شنبې په ورځ د جي – شل سترو اقتصادي هيوادونو هم ژمنه وکړه چې د کرونا واکسين عادلانه توزيع به تضمين کړي. 

منځنی ختيځ

په دې منځ کې د عامې روغتيا د برخې کارپوهانو د کرونا ویروس له وجې د غزې تړاډې د روغتيايي سیسټم په ټپه د دريدو څخه خبرداری ورکړی.

له اگست میاشتې راهيسې په غزې تراډه کې د کرونا ويروس ۱۴۰۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او د کرونا له کبله د ۶۵ تنو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. د روغتيايي چارواکي عبدالروف المانامه په حواله روغتونونه د وينتيلاتورونو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

نوموړي زياته کړې: «په لسو ورځو کې به د روغتيا سيسټم نور د دې حالت د زغم وړتيا ونه لري.»

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: