1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي له کرونا څخه ۳۰ افغانان مړه سوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

په هند کي د افغانستان سفارت په دغه هیواد کي د یوه محصل په گډون د ۳۰ هغو افغانانو له مړیني څخه خبر ورکوي چي په کرونا په اخته سوي ول. د سفارت په حواله ځيني افغانان د اسنادو د نه لرلو له امله د کرونا له واکسین څخه محروم دي.

https://p.dw.com/p/3se7Z
TABLEAU | Coronavirus Indien
انځور: Channi Anand/AP Photo/picture alliance

په هند کي د کرونا ویروس تر چټکي پراخیتا وروسته، په دغه هیواد کي د افغانستان سفارت اعلان وکړ چي ۳۰ افغانانو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په نوي ډیلي کي د افغانستان د سفارت ویاند، عبدالحق آزاد دویچه ویلي ته وویل چي په هند کي د اپریل مياشتي له پیل راهیسي د کرونا له امله د مړه سوو کسانو شمیر تر ۳۰۰ زرو اوښتی دی. په مړه سوو کسانو کي ۱۴ سیکان، افغان مهاجر او یو محصل شامل دي.

سفارت وايي چي په کرونا ویروس باندي د اخته افغانانو دقیقه شمېر معلوم نه ده. خو د مهاراشترا په ایالت کي یوازي ۳۰ افغان محصلین په دغه ویروس اخته سوي.

د افغانستان سفارت ویاند زیاتوي چي د روغتیا د نړیوال سازمان د قوانینو پر اساس د وژل سوو کسانو مړي به په هند کي خاورو ته سپارل کیږي.

افغانان له ډیرو ستونزو سره مخامخ سوي

په داسي حال کي چي د واکسین لگول له کووید ۱۹ ناروغي څخه د ساتلو یوازینۍ لار ده، د افغانستان سفارت وايي چي افغانان د اسنادو د نه درلودلو له امله د کرونا له واکسین څخه محروم سوي.

په هند کي د افغانستان سفارت وايي چي هغوی له هندي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي، څو د هغو اسنادو پر اساس چي افغانان يي لري، هغوی واکسین کړي.

د کرونا ویروس پر ستونزو سربیره په هند کي میشت افغان مهاجر له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره هم مخامخ دي. په هند کي د مهاجرو د چارو یو تن فعال، نثار احمد شیرزاد له افغان کډوالو سره د مهاجرو د چارو د مدافو بڼسټونو او سازمانونو له بې پروايي څخه شکایت کوي او وايي چي مي به ډېر وي.

هغه زیاتوي چي تر اوسه پوري د ۱۵ افغان سیکانو او یوه محصل په گډون ۴۰ افغانانو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. 

هغه زیاتوي چي په هند کي د میشت افغانانو وضعیت زړه بوږنوونکی دی: »د ملگرو ملتونو سازمان له خوا افغان مهاجرو ته هیڅ ډول امکانات نه دي ورکړل سوي، دا ځکه چي د هند اتباع ډیر دي او افغانان په روغتونو کي د درملني چانس نه لري.«

د هغه په خبره افغانان د کور د کرايي یا د ژوند د اړتیاوو د لومړنیو موادو د پوره کولو وس لا نه لري، نو په خصوصي کلینیکونو کي د واکسین خبره لاپریږده.

افغان حکومت د هند او افغانستان ترمنځ د پروازونو د منع کولو پر طرحي باندي فکر کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي دي چي هند ته له غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي او له ستونزو سره د مخامخ کیدو په صورت کي دي په ډیلي کي د افغانستان له سفارت او یا هم په بمبئی او حیدرآباد کي ددغه هیواد له قونسلگریو سره اړیکي ونیسي.

GP/NZ/SHI