1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي محکمه د افغان مهاجرو د پناه غوښتني موضوع څیړي

۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه

په لوکزامبورګ کي اروپايي محکمه د پناه غوښتوني په اړه د آلمان د سیاست موضوع تر بحث لاندي نیسي. دلته خبره پر دې ده چي آیا د افغانستان له ننګرهار ولایت څخه راغلي مهاجر به په آلمان کي فرعي محافظت ولري او که څنګه.

https://p.dw.com/p/3pCNf
Luxemburg Europäischer Gerichtshof EuGH
انځور: Imago Images/H. Galuschka

د المان په مَن هایم کي، د بادن وورتیمبیرګ اداري محکمه باید په دې اړه پریکړه وکړي او له همدې امله یې له اروپايي محکمې څخه پوښتنه کړې ده چي کوم معیارونه باید په نظر کي ونیول سي.

مخکی له دې، په مَن هایم کي هغو دوو مهاجرو چي له ننګرهار ولایت څخه راغلي، دعوه کړې چي د پناه غوښتنه یې رد سوې ده. په ننګرهار ولایت کي که څه هم وسله والي شخړي سته، خو بیا هم د هغه ځای شرایط  دومره هم خطرناک نه ول چي تر اوسه پوري د هغه ځای څخه راغلو مهاجرو ته دي د فرعي محافظت ورکولو شرایط پوره کړي.

خو اروپايي محکمه په دې باور ده چي د هغه ځای ډیر شرایط ددې څرګندویه دي چي د ملکي کسانو له پاره د نه منلو وړ خطر رامنځته کولای سي.

د اروپايي محکمې لوی څارنوال اوس په دې اړه خپله وروستۍ عریضه وړاندي کړې ده.

د اروپايي ټولني د مقرراتو پر اساس هغه کسان له فرعی حفاظت څخه برخمن کیږي چي د هغو د پناه غوښتني په حق کي د ژنیو د کنوانسیون مقررات صدق نه کوي خو بیا هم خپل هیواد ته د ستنیدو په صورت کي له جدي خطر سره مخامخ کیږي.

g.p/n.z (AFP)