1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا «هندی بڼه» څنګه ګاونډي هیوادونه اغیزمنوي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۴, سه‌شنبه

په داسي حال کي چي هندوستان د کرونا دوهمي څپې سخت اغیزمن کړی، ګاونډي هیوادونه یې نیپال، بنګله دیش او پاکستان هم له دغه ویروس څخه په امان کي پاته نه دي او هلته هم مثبتې پېښې مخ په ډیریدو دي.

https://p.dw.com/p/3sxPZ
Bangladesch Coronavirus l Polizeikontrolle in Dhaka
انځور: Al-emrun Garjon/AP/picture alliance

په دې خاطر د هندوستان د ګاونډیو هیوادنو مسؤلو مقاماتو د سرحدونو د تړلو امر کړی دی او تګ راتګ یې محدود کړی دی. خو په ډیرو حالاتو کي دغه سرحدونه نه سي کنترولیدلای او هره ورځ د دې لاري ډیر خلګ تګ راتګ کوی.

په همدې حال کي بیا ساینسپوهان دا موضوع څيړي، چي ایا د کرونا ویروس نوې «هندي بڼه» چي « جوړه سمتونه» یا خیزونه لري، په هندوستان کي د کرونا د اوسنۍ شیوع د شدت سبب سوی دی او که څنګه.

د روغتیا د نړیوال سازمان د رپوټ پراساس د کرونا دغه ډول ویروس، چي د «B.1.617 » په نامه یادیږي، لومړی په هندوستان کي راپیدا سو او تراوسه پوري یې لږ تر لږه ۱۷ هیوادونو ته سرایت کړی دی.

د نوموړي سازمان په حواله د «ډی ان اې» تشخیص معلومه کړې چي دغه ډول ویروس کیدای سي، نور هم ډیر ساري وي.

Indien Corona-Pandemie | Situation in Delhi
انځور: Tauseef Mustafa/Getty Images/AFP

په نیپال کي په کرونا د ډيرو کسانو اخته کیدل

نیپال چي ۲۴ ملیونه نفوس لري، د هندوستان د پنځو ایالتونو اترا پردیش، اوتراکنډ، بیهار، غربي بنګال او سیکیم سره ګډ سرحد لري. خو په تیرو دوو اونیو کي په هندوستان کي د کرونا د نوي څپې راهیسي نیپال هم هره ورځ په کرونا د زرونو کسانو د اخته کیدو رپوټونه ورکوي. 

د رپوټونو پراساس تقریبأ ۶ میلیونه نیپالیان په هندوستان کي په کار وبار اخته دي او د غیر کنترولیدونکو سرحدونو په سبب داوړو خواوو ته تګ راتګ ډیر اسانه دی. 

پروسږکال په هندوستان  کي د کرونا په سبب د عمومي رخصتۍ پر وخت د نیپال سره هم سرحدونه وتړل سول، خو وروسته بیرته خلاص سول.

په نیپال کي ډاکتران وايي چې په داسي حال کي چي د کرونا په ارتباط په هغه د اخته کیدو او مړو سوو کسانو درجه نسبتأ کښته وه، اوس په هغه باندي زیاتره ځوانان اخته سوي دي او په خبره یې د دې امکان چي ځوانان دي ویروس نورهم پراخ کړي، ډیر دی.

بنګله دیش سرحدونه تړي او پاکستان د تیارسئ په حال کي دی

داسي معلومیږي، چي د کرونا ویروس «هندي بڼي»  بڅرکي د هندوستان شرقي همسایه بنګله دیش ته هم رسیدلی وي. د دغه هیواد مسؤلو چارواکو اوس د دوو اونیو له پاره له هندوستان سره ګډ سرحدونه تړلي او د خلګو تګ راتګ یې محدود کړی دی.

د کرونا ویروس په اړه د مسلکي مشورې ملي کمیټې هم توصیه کړې ده، چي سرحدونه دي تر هغو پوري تړلي پاته سي، ترڅو په هندوستان کي وضعیت سم سوی نه وي. کمیټې همدارنګه ټینګار کړی دی، چي د هندوستان حکومت دي د کرونا نوي «هندي شکل» په مقابل کي جدي اقدامات تر سره کړي.

په بنګله دیش کي د مارچ میاشتی د ۱۵ نېټې راهیسې چي په کرونا د اخته کیدو جریان مخ پر لوړه روان دی، د اپریل تر ۲۸ مي پوري په کرونا د اخته سوو نوو کسانو شمیر ۱۹۴۴۴۶ تنو ته رسیدلی دی.

د هندوستان په غربي همسایه پاکستان کي د مارچ میاشتي له اوایلو او په هندوستان کي د هغه د پراخي شیوع سره سم په کرونا د اخته کیدو کسانو تعداد هم لوړ سوی دی. 

دا په داسي حال کي ده چي د نوو اخته سوو کسانو په منځ کي داسې کسان نه سته چې په نوې هندۍ بڼه ویروس دې اخته سوي وي. له هندوستان څخه پاکستان ته سفرونه د مارچ میاشتي له ۱۹ تاریخ څخه بند دی. 

ساینس پوهان «غافلګیره » سوي

د هندوستان د حکومت رسمي علمي مشاور، ک. ویجي راغوان ومنله چي د کرونا د دوهمي څپې شدت، چي په هندوستان کي خپور سوی دی د ساینس پوهانو په شمول ټوله غافل ګیره کړي دي. د هغه په خبره د کرونا د نوي شکل پیدایښت هغه علت دی، چي د کرونا سختي شیوع ته لمن وهي.

راغوان د «انډیا اکسپرس» سره په مرکه کي وویل چي د ویروس د «نوي شکل د خپریدو په باب شواهد وجود لري.» هغه چي د «B.1.617 » په نامه یادیږي او« جوړه سمتونه» یا خیزونه لري، په مهاراشتر ایالت کي د کرونا د شیوع سره ارتباط لري، چي تر راپیدا کیدو وروسته په شدت سره خپریږي او نورو ته ژر سرایت کوي.

ویروس پیژندونکي تشویش لري، چي د دغه ویروس په خپریدو سره اوس داسي شرایط رامنځته سوي دي، چي ویروس کولای سي داسي ډولونه رامنځته کړي چي په بالقوه ډول سره د کرونا د واکسین په مقابل کي مقاوم وي.

په دې دلیل تر ۲۰۰ اضافه ساینس پوهانو د صدراعظم، نریندر مودي څخه په دې وروسیتو کي غوښتي دي چي د کرونا د نوې بڼي د شدت او په هغه د اخته کیدو ارقام خپاره کړي. ځيني اندیښنه لري، چي حکومت به په دې اړه د معلوماتو د خپرولو مخنیوی وکړي.