1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان او نیدرلنډ په لوبه کې «بال ټیمپرنګ» شوی

۱۴۰۰ بهمن ۶, چهارشنبه

د نیدرلنډ تیز توپ اچونکی فیفیان کینګمه، له افغانستان سره د وروستۍ سیالۍ پر مهال د «بال ټیمپرنګ» له کبله د څلورو لوبو له بندیز سره مخامخ شوی دی. دغه خبر د کریکټ نړیوالې شورا د چهارشنبې په ورځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/466u6
Symbolbild Cricket Ball Schläger und Handschuh
انځور: Fotolia/S.White

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې کینګمه د کریکټ د نړیوالې شورا له قوانینو څخه د سرغړونې له کبله به په راتلونکو څلورو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې له خپلې لوبډلې سره نه وي. د کریکټ په لوبه کې «بال ټمیپرنګ» هغه یوه حالت ته وایي چې لوبغاړی د خپلې مخالفې لوبډلې ته د ستونزو جوړولو په پار د توپ اصلي حالت ته تغیر ورکړي.

د کریکټ د نړیوالې شورا له قوله ویل شوي دي: «دغه پيښه د افغانستان په اننګز کې په ۳۱م اور کې رامنځ ته شوې، چې توپ اچوونکي په خپلو نوکانو سره د توپ حالت ته تغیر ورکړ.»

زیاته شوې ده چې کینګمه په خپله تیروتنه اعتراف کړی او د لوبڅار ویندل لا بروی، له خوا یې وړاندیز شوی بندیز قبول کړی دی.

نیدرلنډ یا هالنډ له افغانستان سره د دریمې لوبې په ترڅ کې پنځه منډې جریمه شوی وو او دغه لوبه یې افغانستان ته په ۷۵ منډو وبایلله. افغانستان له نیدرلنډ سره د درو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۳-۰ وگټله. دغې لوبې د کریکټ د ۲۰۲۳ نړیوال جام کې د مستقیم ورتگ له پاره دي. هره لوبه ۱۰ نمرې لري او افغانستان به له نورو لوبډلو سره هم لوبې ولري.