1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د داخلیدو په اړه د طالبانو تازه اعلامیه

۱۴۰۰ مرداد ۲۴, یکشنبه

د طالبانو رهبري خپلو جنګیالیو ته امر کړی دی چې له مقابل لوري سره د خبرو اترو تر بشپړیدو پورې دې د کابل ښار ته ننوځي. په دغه اعلامیه کې ملکي او نظامي کارمندانو ته د عفوې خبره هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/3z0j8
Afghanistan | Konflikt mit Taliban
انځور: AFP/Getty Images

طالبانو په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي کابل ته د داخلیدو په هکله یې له مقابل لوري سره خبرې روانې دي، څو د قدرت د انتقال پروسه په سوله ایزه توګه ترسره او د کابل ښاریانو ته مالي او ځاني زیان ونه رسیږي.

دغې ډلې خپلو ټولو جنګیالیو ته امر کړی دی چې د کابل په دروازو کې ودریږي او ښار ته د ننوتلو هڅه دې نه کوي. په دغه اعلامیه کې دې موضوع ته هم اشاره شوې ده چې د قدرت د انتقال پروسې تر بشپړیدو پورې د پلازمېنې کابل د امنیت مسئولیت د افغان حکومت کار دی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ډاډ ورکړی دی چې له هیڅ چا څخه د غچ اخیستلو په فکر کې نه دي. په اعلامیه کې د حکومت ملکي او نظامي برخو کارمندانو ته د عمومي عفوې خبره هم شوې ده او زیاته شوې ده چې له هیڅ چا سره به غچ اخیستونکی چلند ونه شي.

طالبانو ویلي دي چې په راتلونکي اسلامي نظام کې به ټول افغانان او ټول جهتونه او قشرونه ځان وګوري او د ټولو له پاره به د منلو وړ وي.