1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. له طالبانو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې په کابل کې له طالب چارواکو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې اترې کړي دي. هغې نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار د حق پر ورکولو ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MPSs
د ملګرو ملتونو مرستياله مشره امينه محمد
د ملګرو ملتونو مرستياله مشره امينه محمدانځور: Xie E/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو وياند فرحان حق په نيويارک کې وويل چې امينه محمد پر دې سربيره «د وضعيت ارزولو، له ښځو سره د يووالي ښوولو او د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې پر لارو چارو د بحث» په موخه په کابل کې د ملګرو ملتونو له کارکوونکو، مرستندويه ټولنو له غړيو او افغان ښځو سره هم خبرې کړي دي.

هغه وويل چې په دې خبرو کې امينه محمد «د بشري حقونو د رعايت پر اړتيا ټینګار وکړ په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو په برخه کې». زياته شوې چې هغې د مرستندويه ټولنو د ښځو کارکوونکو د کار په برخه کې د استثنا له کبله خوښي څرګنده کړې ده.

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

طالبانو په دې وروستيو کې په مرستندويه ټولنو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی وو خو بيا وويل شول چې ښځې کولی شي د روغتيا په برخه کې بيرته خپل فعاليتونه پېل کړي.

امينه محمد کابل ته تر سفر دمخه په ترکيه، قطر او پاکستان کې له چارواکو سره هم د افغان ښځو د وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې چې فرحان حق په دې ډول خلاصه کړي: «د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د لاس رسي پر حق ښکاره اجماع موجوده وه.»

م.م: نړۍ باید افغان ښځې او ماشومان «هېر نه کړي»

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو وياند د هغو چارواکو نومونه په ډاګه نه کړل چې د دغه سازمان مرستيالې مشرې ورسره ليدلي دي، خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې نوموړې د بهرنیو چارو له وزير امير خام متقي سره ملاقات درلود.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د متقي له قوله راغلي دي چې په رسميت نه پيژندل کیدل، د طالبانو پر سفر بندیزونه او همدا راز پر بانکونو بندیزونه د ستونزو د رامنځته کیدو باعث ګرځي چې نړيوال بايد دغه څه ته پاملرنه وکړي.

د افغان ښځو د اقتصاد د ملاتړ له پاره د واشنګټن پلان

هغه زياته کړې چې ښځو ته د زده کړو او روغتيا په برخه کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.

په دسمبر مياشت کې طالبانو په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له دې کبله ډېرو سازمانونو خپل فعاليتونه وځنډول.

خو اوس درو سازمانونو د طالبانو له خوا د دې ضمانتونو د ترلاسه کولو وروسته قسماً خپل کار بيرته پېل کړی دی چې ښځې د روغتيا په برخه کې کار کولی شي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟