1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د بايدن کوم انتخاب غوره دی؟

۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعه

د امريکا تر ټولو اوږده جګړه يوې حساسې نقطې ته سره رسېدلې ده. ولسمشر جو بايدن اوس يوازې څو انتخابه لري. خو ټول يې له خطرونو سره مل او تړلي دي.

https://p.dw.com/p/3pxoO
Weltspiegel 18.02.2021 | Afghanistan 2012 | US-Armee, NATO
انځور: Hoshang Hashimi/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن انتخابونه په دې ډول دي: تر می میاشتې پورې ټول ځواکونه له افغانستان څخه ايستل چې مخکني ولسمشر ترمپ يې هم ژمنه کړې وه، خو له دې سره د افراطيانو د پياوړي کېدو خطر تړلی دی. بل انتخاب په افعانستان کې پاتېدل دي څو طالبان دې ته مجبوره کړي چې د افغانستان له کمزوري او څو ټوټي حکومت سره سوله وکړي، خو د دې خطر دا دی چې جگړه به نوره هم اوږده شي.
دغه دويم انتخاب ښايي تر ټولو زيات احتمال ولري، خو امريکايي چارواکي وايي چې تر اوسه په دې هکله کومه پرېکړه نه ده شوې. 
افغانستان د امريکا متحده ايالاتو د نوې ادارې په ډېرو سختو او عاجلو پرېکړو کې راځي. د امريکا متحده ايالاتو عوام له دغه کابو شل کلن جنګ څخه ستړي شوي دي، خو وتل ښايي طالبانو ته ډېر فرصت ورکړي او د امريکايي او ايتلافي ځواکونو له خوا پر شويو قربانيو سيوری وغوړوي. 
بايدن په جزئياتو سره د افغانستان په هکله له هغه وخت راهيسې خپل نظر نه دی ورکړی چې ولسمشرۍ ته رسېدلی دی، خو هغه هم له دغې جګړې سره اوږده تجربه او په دې برخه کې سابقه لري. په ۲۰۰۹م کال کې د مرستيال ولسمشر په توګه هغه داسې يو بحث بايللی هم وو چې جګړه پکې هم يوې حساسې نقطې ته رسېدلې وه.
بايدن د امريکايي ځواکونو کمول غوښتي ول څو اصلي تمرکز د افراطي ډلو پر ځپلو وي، خو ولسمشر بارک اوباما بيا پرېکړه وکړه چې ډېر عاجل د ځواکونو شمېر۱۰۰ زرو عسکرو ته لوړ کړي. د اوباما دغه ستراتيژي ناکامه شوه چې طالبان سولې ته اړ باسي او کله چې دونالد ترمپ د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته لاره وموندله، اوباما د سرتېرو شمېر تقريباْ ۸۵۰۰ ته راټيټ کړی وو.
ترمپ دغه شمېر بېرته يو څو زره تنه لوړ کړ او وروسته له هغه چې ادارې يې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې له طالبانو سره د سولي يوه مشروطه موافقه لاسليک کړه، هغه د ځواکونو په ايستلو پيل وکړ چې تېره مياشت يې د امريکايي ځواکونو ټول ټال شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.
بايدن ويلي ول چې ښايي د تروريزم ضد يو ځواک په افغانستان کې پرېږدي
بايدن د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتي کمپاين کې وويل چې ښايي په افغانستان کې د تروريزم ضد يو ځواک پرېږدي، خو دا چې «په مسؤليت سره به جګړه پای ته ورسوي» څو د دې تضمين ولري چې امريکايي ځواکونه بايد بېرته افغانستان ته ورستانه نه شي.

د بايدن اداره تر اوسه لا د دوحې تړون ارزوي

د بايدن اداره اوس وايي چې د دوحې په نوم تړون ارزونه کوي چې طالبانو پکې د نورو ژمنو تر څنګ پر امريکايي او ايتلافي ځواکونو د بريدونو درول او له افغان حکومت سره د سولې خبرو د شروع کولو وعده ورکړې وه. په بدل کې بايد ټول بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پورې ايستل شوي وای. دغه مهلت خپله چې يوازې دوې مياشتې ورته پاته دي، داسې يو فاکتور دی چې پوره کول يې ښايي هومره ژر ممکن نه وي. ځکه چې د ۱۰ زرو امريکايي او ناټو ځواکونو ايستل هم وخت غواړي.
د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير، لويد آستين، تېره اونۍ وويل چې د امريکا متحدينو او ملګرو ته يې ویلي دي چې د عسکرو اخراج به په «ناڅاپي» ډول نه وي او دا چې واشنګټن پر ديپلوماسۍ باندې تمرکز او ټينګار کوي. 
ستيفن بيدل چې د کلمبيا پوهنتون پروفيسور دی او امريکايي پوځي چارواکو ته يې د افغانستان د جګړې په هکله سلامشورې هم ورکړې دي، وايي چې دا ښايي د ترمپ د ادارې له خوا يوه اشتباه وي چې تر يوې خاصې نېټې پورې يې د ټولو ځواکونو د ايستلو ژمنه کړې ده. 
بيدل وويل چې امريکا د فشار راوستلو د وسيلو په توګه يوازې پوځي حضور او د سولې له يوه تړون وروسته د مالي مرستو تداوم په اختيار کې لري. د هغه په خبره: «که د يوه تړون په اړه څوک جدي واوسي او وغواړي چې د تر لاسه کولو له پاره يې ټول لازم تدابير ونيسي، نو دا تر اپريل مياشتې وروسته هم ښايي د زغم لرلو په معنی وي.»

ن.ص./ن.ز (AP)

US-Soldaten in Afghanistan
د ځواکونو د ايستلو يا پاتېدلو په اړه وروستی تصميم لا نه دی نيول شویانځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/picture alliance