1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژنيو کنفرانس په پېل کې د افغانستان د سولې پر پروسې ټینگار

۱۳۹۹ آذر ۳, دوشنبه

افغانستان ته د بسپنه ورکوونکو هيوادونو کنفرانس د دوشنبې په ورځ په ژنيو کې پيل شو. په دې کنفرانس کې تر۷۰ زيات هيوادونه او نړيوال سازمانونه افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د مرستې د دوام په اړه مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/3liZi
Afghanistan Unabhängigkeitstag 18.8.2019
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

ملگرو ملتونو په ژنيو کې د افغانستان کنفرانس، چې قسماً په مجازي بڼه ترسره کيږي، د افغانستان او نړيوالې ټولنې له پاره يو مهم فرصت بللی او وايي چې په کنفرانس کې شوې پريکړې ښايي د سولې مذاکرات قوي کړي. دا کنفرانس د افغانستان او فنلنډ هيوادونو له خوا په گډه تنظيم شوی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د دې غونډې په پېل کې د سولې په لاره کې او د گډوډۍ د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د هلو ځلو او ژمنتيا په اړه ډاډ ورکړ. هغه وويل چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ د فيبرورۍ د ۲۹ نيټې تړون سولې ته د رسيدو لاره هواره کړې او د افغانستان حکومت د سولې د رامنځته کولو په موخه تر ۵۰۰۰ زيات طالب جنگيالي آزاد کړل.

نوموړي وويل چې د افغانستان نړيوالو او سيمه ایزو متحدينو سولې ته د رسيدو له پاره همکاري کړې او د سولې د رامنځته کولو له پاره د افغانستان د حکومت او خلکو هڅې جريان لري.

د اروپايي ټولنې استازي په دې ترڅ کې وويل چې افغانستان په يوه حساس پړاو کې دی لري. هغه وويل چې اروپايي ټولنه په جدي توگه د سولې د بهير ملاتړ کوي. د نوموړي په خبره بايد د ملکي کسانو ژوند خوندي وي او هغوی بايد د جگړو قرباني نه شي.

د اروپايي ټولنې استازي وويل چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د سولې د يوې وروستۍ پروسې په انتظار ده. د نوموړي په خبره سوله د پراختيا او پرمختگ له پاره يو ښه فرصت برابروي. د اروپايي ټولنې دې استازي زياته کړه چې سوله بايد د ټولنې ټول قشرونه تر پوښښ لاندې راولي او په دې پروسه کې د ښځو او د قربانيانو د کورنيو په گډون د ټولنې د ټولو قشرونو غږ واوريدل شي.

د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني، د ژنيو کنفرانس په څنډه کې د بشري حقونو او ښځو ته د ونډې د پياوړي کولو په اړه خبرې وکړې. نوموړې وويل: «موږ ټول سوله غواړو خو هغه سوله نه چې بيه یې زموږ ټولې لاسته راوړنې وي. حکومت د زندانيانو په آزادولو سره سولې ته خپله ژمنتيا وښووله خو طالبانو تر اوسه له القاعدې سره خپلې اړيکي ساتلې دي.»

د ژنيو کنفرانس په داسې حال کې ترسره کیږي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې ادامه لري.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د سولې په اړه د هيواد د ژمنيا ډاډ ورکړ. هغه وويل: «په دې حساسه مرحله کې موږ ژمن يوو چې سولې ته د رسيدو هڅه وکړو.»

نادري وويل: «موږ د تیرو ۱۹ کالونو د لاسته راوړنو ساتنې، د ښځو او ځوانانو د حقونو او د ښځو مشارکت ته ژمن يوو.» نوموړي زياته کړه چې حکومت متعهد دی چې په نورو هيوادونو کې ميشت افغان مهاجر بیرته خپل هېواد ته راستانه کړي. هغه وويل: «موږ په دې حساسه مرحله کې د ملگرو او متحدينو ملاتړ ته اړتيا لرو څو يوې دايمي سولې ته ورسيږو.»

ملگرو ملتونو ويلي چې د دې کنفرانس اصلي هدف د ۲۰۲۱م څخه تر ۲۰۲۴ ميلادي کال مودې له پاره د افغانستان د دولت او نړيوالې ټولنې له پاره د پراختيا د اهدافو او تعهداتو مشخصول دي.

اړونده موضوع:آیا له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمیږي؟

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو برخې عالي کميسارې ميشل باچليت په دې کنفرانس کې وويل چې د افغانستان خلک له ډېرو مشکلاتو لکه زور زياتي او طبيعي ناورينونو سره لاس او گريوان دي.

باچليت وويل: «د افغانستان د سولې په پروسه کې بايد د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وشي او ښکيل اړخونه یې بايد د ساتلو هڅه وکړي. د ښځو حقونه بايد په نظر کې ونيول شي او غږ یې واوريدل شي. بايد د ښځو بنسټیز حقونه په نظر کې ونيول شي.»

د سولې په پروسه کې پرمختگ، د بشري حقونو په ځانگړي توگه د ښځو د حقونو تامين، له فساد سره جدي مبارزه، ښه حکومتولي او د بيان آزادي هغه شرطونه دي چې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستې له پاره لا دمخه ټاکلي دي.

د افغانستان د سولې د مذاکراتي هيئت مشر معصوم ستانکزي د کنفرانس په ترڅ کې وويل چې «موږ غوښتنه لرو چې جگړه په مسولانه توگه پای ته ورسيږي.»

نوموړي زياته کړه: «موږ هڅه کوو چې تاوتريخوالی پای ته ورسیږي او افغانستان د گاونډيانو له پاره يو ښه گاوندي او د نړۍ د نورو هيوادونو له پاره يو ښه شريک وگرځي.»

ب. ص/ ن.ز (پروانه علي زاده)