1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پرله پسې ډرون برېدونه، پيغام به یې څه وي؟

۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبه

طالبانو په تېره اونۍ کې د خپلو برېدونو پرمهال دوه ځله ډرون الوتکې کارولي، چې له امله یې یوشمېر نوې اندېښنې راپارېدلې دي. طالبانو د جګړې نویو وسایلو ته څنګه لاسرسی وموند؟

https://p.dw.com/p/3o56T
Multikopter Drohne mit Kamera im Flug DJI Phantom 3 Modell
انځور: Imago/Jochen Tack

د طالبانو ډرون الوتکو تېره ورځ یو وار بیا د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه مرکز بمونه غورځولي، خو امنیتي سرچینو ویلي چې زیان یې نه دی اړولی.
تردې دوه ورځې وړاندې هم ډرون الوتکو د کندز پر قول اردو بمونه غورځولي وو، چې ویل کیږي د سر زیان یې نه درلود. د طالبانو له دغه برېدونو وروسته حکومت اعلان وکړ چې تردې وروسته د ارګ پر حریم د ډرون کامرې الوت نه شي کولای.
له ډیرو سره اندېښنه داده چې طالبانو څه ډول د جګړې پرمختللیو وسایلو ته لاسرسی موندلی او د افغان جګړې راتلونکې ته څه لري؟
د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل، طالبانو په دې وروستیو کې ځینو جګړیزو وسایلو ته لاسرسی موندلی خو تراوسه دا هرڅه ډير ابتدايي دي: «زما په نظر د دې پيغام دا دی چې دغه ډرون چي پر هوايي ډګرونو باندې ګرځي الوتکې تخریبولی شي. په لوګر او کندز کې دا کار شوی. یو بل پيغام یې دا دی چې دا د طالبانو د قوت او پياوړتیا ښودنه کوي او کولای شي چې د ځواکونو په صفوفو کې ویره او تشویش رامنځته کړي.»
 

دغه شنونکی چې د افغانستان د سولې او جګړې وضعیت له نیږدې څارې زیاتوي چې طالبانو اوسمهال ځینو هغو وسلو او وسایلو ته هم لاسرسی موندلی چې پخوا یې دغسې وسایل نه درلودل.

د یوې بلې پیچلې جګړې وېره

حقپال وړاندوینه کوي چې که چېرې په دوحه کې د افغان سولې خبرې ناکامیږي، نو طالبانو حکومت ته پيغام ورکړ چې تردې وروسته به یې پرضد د پرمختللو وسایلو په مټ جګړه کوي:«دا د اندېښنې وړ ده او حکومت ته یې هم اندېښنه پيدا کړې ده، دا د مسایلو پیچلتیا ښيي او طالبان دا پيغام ورکوي چې هغوی به تردې هم پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی پيدا کوي او دا یې لومړنۍ نښې نښاني دي.»
حقپال وايي، د ډرون برېدونو یو بل ستر خبرداری دا هم دی چې طالبان د جګړې دوام ته بشپړ چمتوالی لري.

طالبانو ته وسایل څوک ورکوي؟

تردې وړاندې داسې رپوټونه هم ول چې طالبانو د الوتکو راغورځونکي پرمختللي توغندي ترلاسه کړي.
سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي په دې اړه دویچه ویله ته وویل:«طالبانو نه یواځې ډرون کارولي بلکې تردې یې د پياوړې کېدو ویره شته، څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي ؤ چې طالبان به ځیني توغندي پيدا کړي چې بیا یې څو الوتکي رانسکورې هم کړې.»

د چارو د دغه کتونکي په خبره په دې وروستیو کې ایران داسې هڅې پيل کړي چې د افغان جګړې په دواړو ښکېلو غاړو کې خپل نفوذ پياوړی کړي.

د افغان حکومت کمزوري

پر افغان حکومت د شنونکو ترټولو جدي نېوکه دا هم ده چې افغانستان کې یې د نړېوالې ټولنې له تېر شل کلن پوځي حضور څخه اغیزمنه ګټه پورته نه کړه.

نصرت الله حقپال په دې اړه وویل:«شل کاله تېر شول خو دغه حکومت چې ټوله دنیا یې ترشا ولاړه وه خو په دې ونه توانېدل چې ډیر پرمختللي تجهیزات لکه ډرون او نور جګړه ییز وسایل ولري.»

حقپال زیاتوي چې د افغان حکومت لویدیځو متحدینو هم په تېرو شلو کلونو کې دغه حکومت "مړژواندی" وساته، په دې مانا چې نه یې پرمختللي جګړه ییز تجهیزات ورکړل او نه یې هم له یوه پياوړي سیاسي - حقوقي مشروعیت څخه برخمن کړ.
اسماعیل شاکر – کابل