1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د طالبانو د عوايدو مديريت له ستونزو سره مخ دی؟

۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې د عوایدو په برخه کې ښه مدیریت لري ځکه تیرو نږدې څلورو میاشتو کې د بودجې تصویبولو وړتیا موندلې ده. خو کارپوهان بل ډول نظر لري او وايي چې طالبان له اقتصادي بی ثباتۍ سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/44lZD
Afghanistan Taliban beschlagnahmt bei Zentralbank große Menge Geld
آرشیف انځورانځور: DA AFGHANISTAN BANK/REUTERS

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د خپل حکومت د اقتصادي چارو مخته وړو لپاره د مالیاتو راټولو پر سر تمرکز ډیر کړی او غواړي د مالیاتو پر مټ خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي. د افغانستان دا نوي واکمنان همدا راز وايي چې له کورنيو عوایدو عادي بودجه تمویلوي او عوايد يې په ښه شان سره مديريت کړي.

د طالبانود مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له دویچه وله سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د عوایدو راټولو لپاره سخت کار کوي ترڅو د افغانستان بودجه تمویل کړي. هغه وويل:«واک ته تر رسيدو وروسته مو د عوایدو ټول سیستمونه مرکزي کړي او فعال کړي مو دي مثلا په ګمرکاتو کې اسیکوډا سیستم. همدا راز مو مستوفیتونه هم دیجیتل کړي دي.»

حقمل زیاتوي چې د مالیاتو راغونډولو پروسه په شفافه توګه دوام لري او هیڅ درغلي پکې نشته.

د طالبانو دې وزارت وړمه ورځ اعلان وکړ چې د ملکي خدماتو مامورینو ته د تیرو میاشتو معاشونه له هغې بودجې ورکوي چې په تیرو دريو میاشتو کې يې د مالیاتي سیستم له لاري ترلاسه کړي دي.

د تیر حکومت له سقوط څخه څه موده مخکې طالبانو د افغانستان مهم بندرونه ونیول. هغه وخت په ګمرکونو کې د درغلۍ او پېسو د پټولو تورونه لګول کیدل.

خو کابل کې یو اقتصادي کارپوه چې نه غواړي نوم واخېستل شي، په اوسني حکومت کې هم د فساد امکان نه ردوي. هغه دویچه وله ته وویل چې طالب چارواکي هم له ګمرکونو او نورو اړوندو مالیاتي ادارو څخه راټولو شويو پیسو ته لاس رسی لري چې د فساد امکان هم پکې لیدل کیږي.

هغه زیاته کړه: «د نظام له سقوط څخه د مخه طالبانو ګمرکونه نیولي و او پیسې به یې په بوجیو او موټرو کې انتقالولې او یو خاص سیستم ورته نه و خو اوس هم مالیاتي ادارو کې چې د سیستمونو په اړه يې طالبان ډېر معلومات نه لري او نه پوهيږي د درغلي او پیسې پټولو امکان پکې شته.»

«د طالبانو مديریت کمزوری دی»

Afghanistan Kabul | Wirtschaft | Geldhandel
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance / AA

د اقتصادي چارو کارپوهان وایې چې طالبان د اقتصادي مدیریت لپاره غیر مسلکي دي او د یوې منظمې اقتصادي پاليسۍ جوړولو پوهه نه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود دویچه وله ته وویل، طالبان اقتصادي مدیریت نشي کولای ځکه نه تجربه لري او نه هم اړوندې زده کړي چې پر اقتصادي حل لارو او چارو باندې پوه شي.

هغه زیاته کړه: «طالبان په جنګ او دیني مسایلو باندې ښه پوهیري خو د عوایدو او اقتصادي مدیریت او اقتصادي پالیسیو جوړولو په برخه کې د توزیع او مصرف برخې لپاره مدیریت ته اړتیا لري چې دوی ورته مسلکي نه دي او له ستونزو سره به مخ شي.»

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ټولو دولتي او تخنیکي ادارو ته مولویان او دیني عالمان معرفي کړي چې مسلکي زده کړي او تجربه نه لري او ځینو کارپوهانو د دوی ورته ګومارنې د حکومت د بقا لپاره لوی خنډ بللی او د تیاره راتلوونکي وړاندوینه کوي.

مامورین او کارکوونکي پرته له معاش څخه کار کوي؟

افغانستان کې د تېر حکومت له سقوط څخه وروسته د امنیتي او نظامي ادارې زرګونه کارکوونکي په بشپړ ډول له وزګارتیا سره مخ شول او د ملکي خدماتو ادارو کارکوونکي هم تر یوه حده بې کاره شوي او د ځینو معاشونه نه دې ورکړل شوي.

د طالبانو مالیې وزارت هم څه موده مخکې منلې وه چې ډېرو ولایتونو کې کارکوونکو ته معاشونه نه دي حواله شوي او دا چې هڅه کوي د روان مېلادې کال تر پای پورې ټولو د ملکي خدماتو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي. خو دا ستونزه هم تر اوسه په بشپړه توګه حل شوې نه ده.

خو د کارپوهانو په حواله طالبانو د هغه پېسو په ګدون چې د تېر حکومت څخه په مرکزي بانک کې پاتې وې، هم ترلاسه کړي او د عقرب يا لړم میاشتې تر ۲۹مې نيټې پورې یې له ګمرګاتو او نورو مالياتو له لارې د ۲۷ میلياردو افغانيو د راټولو ادعا کړې ده. خو له هغې مودې راهېسې د مالیاتو ارقام نه په ګوته کوي.

ميرويس اسلمی