1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جهاني وجهي صندوق، پیسو ته د افغانستان لاسرسی بند کړ

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د پيسو د ذخایزو نړیوال صندوق د افغانستان د نامعلوم سیاسي وضعیت له امله د دغه صندوق مالي سرچینو ته لاسرسی بند کړی دی. د امریکا د مالیې وزارت هم د افغانستان شاوخوا ۴۴۰ میلیونه ډالره ذخیره کړي پيسې کنګل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3z9gM
IWF Report Logo
انځور: Yuri Gripas/REUTERS

د پیسو نړیوال صندوق(IWF)  ویاند د افغانستان د دولت په جوړښت کې د شفافیت د نشتوالي په دلیل د دغه صندوق مالي سرچينو ته د افغانستان پر لاسرسي بندیز لګولی دی.

مخکې تر دې د امریکا د ماليې وزیر جنت یلن، غوښتنه کړې وه چې د پيسو نړیوال صندوق ته دې د طالبانو د لاسرسي مخه ونیول شي. تردې دمخه متحده ایالاتو اعلان کړی و چې د افغانستان د مرکزي بانک ۱۰ میلیارده ډالره دارایې یې چې له افغانستان څخه دباندې ساتل کیدله، کنګل کړې ده.

دا معمول دی چې د پیسو د جهاني صندوق غړي د کودتاګانو او شخړیزو انتخاباتو په صورت کې له دا ډول چلند څخه کار اخلي.

په ونزیویلا کې هم د نیوکولاس مادورو واک ته تر رسیدو وروسته د دغه هیواد ذخیره شوې پيسو یا مخصوص حق برداشت SDR ته لاسرسی بند کړای شوی و. د نظامي کودتاچیانو قدرت ته تر رسیدو وروسته له میانمار سره هم د دغه صندوق مناسبات قطع شوي وه.

د پيسو نړیوال صندوق څلور میاشتې مخکې افغانستان ته ۱۴۷میلیونه ډالره مرسته اختصاص کړې وه.

د افغانستان مالي منابعو ته د طالبانو نه لاسرسی کیدای شي دوی ته یوه لویه ننګونه واوسي. د دغه هیواد د خارجي تجارت تناسب منفي دی او د صادراتو په پرتله د وارداتو کچه یې لوړه ده.

د دغو وارداتو یوه برخه په نقدي شکل صورت نیسي. په داسې حال کې چې د مالي شریانونو قطع کیدل به د دې سبب شي چې ډالرو ته د طالبانو لاسرسی لا زیات ستونزمن شي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن