1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمتحده عربي امارات

په دوبۍ کې د افغان مېرمنو توليدات نندارې ته وړاندې شوي

۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

يو شمير افغان ښځينه سوداګرو په دوبۍ کې خپل سوداګريز توکي نندارې ته وړاندې کړي دي. د متشبثو افغان مېرمنو د توليداتو دا نندارتون د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې په مرسته جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4Oqbg
آرشيف انځور: په دوبۍ کې د نندارتون په ترڅ کې افغاني غالۍ هم نندارې ته ايښوول شوې وې
آرشيف انځور: په دوبۍ کې د نندارتون په ترڅ کې افغاني غالۍ هم نندارې ته ايښوول شوې وېانځور: Reuters/M. Ismail

په لسونو افغان سوداګرو مېرمنو په دوبۍ کې له لېرې په هغه نندارتون کې ګډون وکړ چې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوی او درې ورځې به دوام وکړي. دا نندارتون په داسې حال کې چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې د ښځو له پاره د کار مواقع کمې شوي دي، د لاسي صنايعو له پاره د بازار موندنې په موخه پر لاره اچول شوی دی.

په دې نندارتون کې پر نورو سربیره افغانۍ غالۍ، وچه مېوه او نور په لاس جوړ توکي نندارې ته ايښوول شوي دي.

اړونده موضوع:په هرات کي د سوداګرو ښځو شمیر زیات شوې

دا درې ورځنی نندارتون چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام «يو ان ډي پي» په همکارۍ د دوبۍ په يوه هوټل کې ترسره کیږي، د پنجشنبې په ورځ پېل شوي او د ۲۶ کوچنينو او متوسطو متشبثو افغان مېرمنو توليدات پکې نندارې ته وړاندې کیږي.

د دوبۍ د ویزې او سفر په برخه کې د محدوديتونو له کبله زياتره سوداګرې ښځې له کابل څخه د ويډيويي لينک له لارې په دې نندارتون کې ګډون کوي. دوی وويل چې په عامه ژوند کې د ښځو پر حضور د ځينو محدوديتونو او د هيواد د ناوړه اقتصادي وضعيت یې پر کاروبار ناوړه اغیزه کړې ده.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې څخه ريحانه کريم په دوبۍ کې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی. هغې وویل چې دوی د توليداتو له پاره د يوه براند په جوړولو کار کوي چې «Made bei Afghan Women» تر نامه لاندې وپلورل شي څو هغو مشتريانو ته هم ورسيږي چې غواړي د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.

ريحانه کريم، رویترز خبري آژانس ته وويل: «په اروپا، امريکا متحده ایالاتو او متحدو عربي اماراتو کې داسې مشتريان يا کاروونکي شته چې غواړي د افغان ښځې ملاتړ و کړي، هغوی ته باید دا موقع ورکړل شي.»

آرشيف انځور: د دوبۍ د نندارتونافغان سوداګرې وايي چې هیڅکله به هم ماته ونه منی
آرشيف انځور: د دوبۍ د نندارتونافغان سوداګرې وايي چې هیڅکله به هم ماته ونه منیانځور: DW/S. Tanha

نوموړې په خپلو خبرو کې زياته کړه: «که تاسې يو باکيفيته محصول رانيسئ نو تاسې له يوې افغانې ښځې سره مرسته کوئ...او تاسې هغه د دې جوګه کوئ چې پر خپلو پښو ودريږي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي او فعال نقش ولري.»

د کار نړيوالې ټولنې په دې وروستيو کې اټکل کړی وو چې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو راهېسې د ښځو کابو ۲۵ سلنه کارځایونه حذف شوي دي. زياته شوې چې ډېرو ښځو هغو تجارتونو ته مخه کړې ده چې په کورونو کې کيږي چې دې د ښځو د کار د شمېرو د ټيټيدو مخه نيولې ده.

د افغانستان اقتصاد په بهر کې د دغه هيواد د شتمنيو تر کنګل کیدو او پر بانکونو د بندیزونو له کبله سخت خراب شوی دی.

اړونده موضوع: سوداګري ښځې د خپل شغل د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

د طالبانو ادارې د بهرنيو مرستندويه موسسو ډېري ښځينه کارکوونکې هم له کاره منع کړي او په ځينو وزارتونو کې يې هم ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکول کيږي.

خو ځينې چې د طالبانو د تجارت وزير هم پکې شامل دی، وايي چې دوی د ښځو په مشرتوب تجارتونو ملاتړ کوي.

د دوبۍ په نندارتون کې ګډون کوونکو ښځينه سوداګرو وويل چې دوی به هیڅکله هم ماته ونه مني.

د ضياګل جهاني په نوم د نندارتون يوې ګډونوالې چې د افغانستان د پروان ولایت څخه ده او جامې او غالۍ جوړوي، وويل: «کله چې افغانستان [پخواني حکومت] سقوط وکړ، نو موږ خپلې هیلې له لاسه ورکړې...خو افغان ښځې مبارزې دي، موږ به وجنګيږو او مبارزه وکړو. موږ به هیڅکله تجارتونه له لاسه ور نه کړو.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)