1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

رپوټ: د ښځي او نارینه ترمنځ مساوات شاید ۱۳۳ کاله وخت ونيسي

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

دا به تر ډیره وخته پوري همداسي پاته وي، چي ښځي او نارینه به مساوي چانس نه لري. که څه هم په ځینو برخو کي پرمختګونه سوي، خو د کرونا وبا دغه تفاوت نورهم ډیر کړی دی.

https://p.dw.com/p/3rR0c
Weltfrauentag | Japan | Demonstration in Tokio
انځور: Issei Kato/REUTERS

یوه ښځه وايي، په داسي حال کي چي زما مور د شغل او کار د اشغالولو په خاطر باید له خپل مېړه څخه اجازه اخیستې وای، زه بيا په دې شعور سره را لویه سوې یمه چي د یوې ښځي په حیث هر هغه څه کولای سمه چي زه یې غواړم او هغه هم بې له دې چي د یوچا څخه اجازه وغواړمه.

خو داچي زه د خپل عمر په نیمایي کي اوس په دې باندي پوه سوې یمه چي له نارینه وو سره په عین شغل او کار کي مساوي معاش پلاس نه راوړمه، نو هغه وخت په دې باندي نه پوهیدلمه. خو متأسفانه خبره همداسي ده.

داچي د ښځي او نارینه وو تر منځ څومره عدم مساوات موجود دی، هرکال د جهاني اقتصادي فوروم(WEF) د جنسیت د نه مساوات د رپوټ تر نامه لاندي نشریږي، کوم چي له ۲۰۰۶م کال راهیسي پکښي د ۱۵۶ هیوادونو ارقام او اعداد راجمع کیږي.

اوسني تازه رپوټ د ښځي او نارینه وو تر منځ پر نه مساوات باندي رڼا اچولې ده. خو تازه ارقام هم هغه د پخوا په رقم دي: معنی داچي ښځي د نارینه وو په نسبت ښه چانسونه نه لري. خو سږکال بیا پر هغه باندي یو بل شی هم وراضافه سوی دی: کرونا پانډمۍ ښځو ته د نارینه وو په نسبت ډیره ضربه ورکړه او ترمنځ یې فاصله نور هم ډیره سوه.

خو اوس بیا زه زامن لرم او که مي لوڼي درلودلای، نو به مي هغو ته دغه غمجن واقعیت بیان کړې وای، چي زما د نسل غوندي ښځي د نړۍ په هر کونج کي له نارینه وو سره مساوي حقوق نه لري. او نه هم د عین کار په مقابل کي له نارینه وو سره مساوي معاش او مزد پلاس راوړای سي. د هغو لوڼی او لمساني به یې هم ونه ویني.

د نړيوال اقتصادي فوروم د نوي رپوټ پراساس به که د مساوات خبره د اوس په ډول همداسي  پاته وي، نو ښځي به په ټوله دنیا کي تر ۱۳۳ کلونو لا ډېر وخت ته ضرورت ولري چي په ټولو برخو کي له نارینه وو سره مساوي حقوقو ته ورسیږي.

په سیاست کي د نارینه وو رول ډیر دی

نړيوال اقتصادي فوروم څلور برخي څېړلي دي: مثلأ په اقتصادي برخه کي د ښځي او نارینه وو تر منځ څومره مساوات موجود دي، په تعلیمي او صحي برخه او همدارنګه په سیاست کي د ښځو ګډون څومره دی.

د دغه رپوټ مطابق هغه ښځي چي غواړي په سیاست کي ورشاملي سي، نور یې هم چانس لږ دی. حتی د پروسږکال تر رپوټ یې لا په سیاست کي د ګډون چانس راکم سوی دی.

په بل عبارت د رپوټ مطابق په دغو ۱۵۶ هیوادونو کي د پارلماني وکیلانو فقط هرڅلورم یې یوه ښځه ده  او د ۳۴۰۰ وزیرانو له جملې څخه يې ۲۳ فیصده ښځي دي.

که څه هم د جرمني د صدراعظمي، انګلا میرکل او د اروپايي ټولني د رئیسي اوزولا فون دیر لاین، چي په ډیرو لوړو موقفونو کي دي، په لیدو سره سړی د ښځو د رهبري کونکي رول په چرت کي لویږي، خو ددغه رپوټ په تقریباً نیمايي، یعني ۸۱ هیوادونو کي یوه ښځه هم صدراعظمه یا جمهوررئیسه نه ده.

د نفوس له لحاظه په ډېرو غټو هیوادونو، لکه هندوستان او چین کي بیا ښځو ته نوره هم سخته ده چي په سیاست کي ورداخلي سي.

Homeoffice mit Kindern
انځور: Getty Images/AFP/O. Scarff

ښځي دوه چنده تر فشار لاندي دي او کارونه هم له لاسه ورکوي

خو تر سیاست بيا په اقتصادي برخه کي ښځي نسبتاً ښه چانسونه لري. مګر کرونا ویروس په دې برخه کي پر شاتګ رامنځته کړی دی. مثلاً د کوچنیانو پالنه یې نه کیږي، مکتبونه تړل سوي او یا بايد د کور کار وکړي، چي په ډیرو حالاتو کي دا هرڅه د میندو له پاره سخت کړي دي.

لکه څنګه چي د بازار د تحقیقاتي شرکت،Ipos د ۲۰۲۱م کال ارقام ښکاره کوي، د ښځو د ستریس درجه ددغه دوه چنده فشار په سبب ډیره لوړه سوې ده. سربیره پردې تقریباً پنځو فیصدو ښځو پروسږکال خپل کارونه له لاسه ورکړي دي، په داسي حال کي چي نارینه وو بیا ۳،۹ فیصده له لاسه ورکړي دي.

په لنډ ډول دا چي په اقتصادي برخه کي د ښځي او نارینه تر منځ ۵۸ سلنه مساوات رامنځته سوی دی او که په همدې سرعت پرمختګ رامنځته سي، نو به په ۲۵۷ کلونو کي دغه تفاوتونه له منځه ولاړ سي.

تعلیم او روغتيا

د تعلیم او روغتيا په برخه کي بيا ښځي په ښه حالت کي دي. په دغه برخه کي د ښځي او نارینه تر منځ ډیر لږ تفاوتونه سته. د تعلیم او تربیې په برخه کي د ښځو او نارینه وو تر منځ تر ۹۶ سلني لا هم ډیر مساوات رامنځته سوی. په ۳۰ هیوادونو کي یې تر منځ حتی کوم تفاوت هم موجود نه دی. خو د نوي رپوټ پراساس په دې برخه کي هم نور چنداني پرمختګ نه رامنځته کیږي. د همدغه رپوټ په حواله په راتلونکي ۱۳ کلونو کي به په دغه برخه کي جنسي تفاوتونه کاملاً د منځه ولاړ سي.