1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضااروپا

د اروپا کمېسيون له رئيسې سره د اردوغان پر ملاقات نيوکي سوي

۱۴۰۰ فروردین ۱۹, پنجشنبه

له اردوغان سره د اروپايي ټولني د مشرانو د لیدني پر وخت د کمېسيون رئيسي، فون دیرلاین ته چوکۍ په نظر کي نه وه نیول سوې. کمیسېون د دغه غیر ډیپلوماتیک رفتار څخه سخت نارضايت ښکاره کړی.

https://p.dw.com/p/3rieg
Türkei Ankara | Ursula von der Leyen, Charles Michel und Recep Tayyip Erdogan
انځور: Murat Kula/AA/picture alliance

په انقره کي د سه شنبه په ورځ (د اپریل میاشتي شپږمه) د ترکیې د جمهوررئیس رجب طیب اردوغان او اروپايي ټولني د مشرانو ملاقات د غیر معمولي او ډیپلوماتیکي تشریفاتو خلاف یوه رفتار سره ملګری ول. د دغه ملاقات یوې لنډي ویدیو ته چي وروسته نشر سوه، سخت عکس العملونه ښوول سوي دي.

د دغي لیدني کتني پر وخت د ترکیې او اروپايي ټولني د بیرغونو ترڅنګ د اردوغان او د شورا رئیس، شارل میشل له پاره يوازي دوې چوکۍ ایښوول سوي وې او د کمېسيون رئيسه، اورزولا فون دیرلاین مجبوره سوه له هغوی څخه لیري پر کوچ باندي کښېني.

د ډیپلوماتیکو تعاملاتو مطابق د اروپا د اتحادیې د شورا او کمېسيون رئیسان ددغي اتحادیې لوړ مقامونه دي او د هیوادونو د مشرانو او رهبرانو په قطار کي راځي. خو فون دیر لاین باید له اردوغان څخه لیري د ترکیې د بهرنيو چارو له وزیر سره مخامخ کښینستلې وای، کوم چي ددې هم سطحه نه وو.

د جرمني خبري آژانس، dpa د اروپايي ټولني د کمېسيون د ویاند، اریک مارمر په حواله پرون چهارشنبه (د اپریل میاشتي اوومه) رپوټ ورکړی دی، چي فون دیر لاین کله چي د ملاقات سالون ته ورننوتله نو ددې څخه چي چوکۍ ورته په نظر کي نه وه نیول سوې، غافلګیره سوه، خو دې ته یې ترجیح ورکړه، چي د اساسي مسایلو په باب خبري وکړي.

یوه له هغو مسایلو څخه چي په دغه ملاقات کي ورباندي بحث وسو، په ترکیه کي د ښځو د حقوقو د وضعیت په باب وه، چي په دې وروستیو وختونو کي یې په اړه ډیر تشویشونه رامنځته سوي دي. ځیني ناظرین د فون دیرلاین سره نامساعد رفتار د دغي موضوع سره بې ارتباطه نه بولي.

اردوغان د همدې کال د مارچ میاشتي پر ۲۰ مه د استانبول د کمېسيون په نامه د ښځو او کوچنیانو په مقابل کي د خشونت تړون څخه د وتلو سند امضأ کړ. اردوغان پخپله په ۲۰۱۱م کال کي د ترکیې د صدراعظم په حیث دغه تړون امضأ کړی وو.

د استانبول کمېسيون چي نهايي متن یې د اروپا شورا تهیه کړی دی، لاسليک کوونکي هیوادونه مکلف کوي چي په داخل کي له ښځو سره د خشونت قوانین او مقررات وضع کړي: لکه د فامیلي تشدد، د مېړه او ماندینې په ژوند کي د جنسي تجاوز او له ښځو سره د هر ډول ازار او تبعیض په مقابل کي.

له استانبول کنوانسیون څخه د ترکيې وتل په داخل او خارج کي سخت انتقادونه رامنځته او د اروپا د اتحادیې لوړ رتبه مسؤلینو ددغه اقدام د غندلو تر څنګ د اروغان د حکومت څخه وغوښتل، چي پر خپل دغه تصمیم باندي له سره کتنه وکړي.

Türkei | EU Delegation in Ankara
انځور: EU Delegation Turkey

دغه عمل باید تکرا نسي

د اروپايي اتحادیې ویاند ټینګار کړی دی چي هغه څه چي د ترکیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کي د سې شنبې په ورځ وسوه، نه باید بیا تکرار سي او ددغسي یوه عمل د تکرار د مخنیوي په خاطر به مشخص تدابیر وضع سي.

هغه وايي چي فون دیر لاین پر دغه نامناسب رفتار سربیره له اروغان سره د ملاقات د فرصت څخه استفاده وکړه او هغه ته یې د ښځو د حقوقو او استانبول کنوانسیون څخه د ترکیې دوتلو په هکله خپل نظر په صراحت سره بیان کړ.

د هغوی ترمنځ د بحث بله موضوع، اروپايي اتحادیې ته د ترکیې د نژدې کیدو د احتمالي خبرو بیرته شروع کیدل وه.