1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو له پاره شرط ايښی

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي دي چې حکومت به یې په افغانستان کې د يوه «ټول شموله» حکومت تر رامنځته کيدو مخکې د کابل هوايي ډګر د چارو د سمبالښت په اړه هيڅ ډول تړون ونه کړي.

https://p.dw.com/p/40uaO
Türkei | Pressekonferenz Erdogan
انځور: DHA

اردوغان د يکشنبې په ورځ د څرګندونو په ترڅ کې يو ځل بيا په افغانستان کې د يوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او دغه ډول حکومت یې د کابل هوايي ډګر د چارو د سمبالولو له پاره د شرط په توګه ياد کړ.

تر هغه د مخه چې په تېره میلادي مياشت کې طالبانو کابل ولکه کړ، ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو او د امنيت په ټينګولو کې د مرستې پلان درلود.

په دې اړه د ترکیې او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې هم روانې وې، خو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، هلته ميشت ترکي ځواکونه هم له افغانستان څخه را ووتل.

د کابل سقوط دغه مخکيني پلانونه له منځه يوړل خو ترکیې له طالبانو سره هم په دې اړه خبرې اترې ترسره کړي چې په کومو شرطونو کولی شي د کابل هوايي ډګر چارې پر مخ يوسي.

اردوغان له امريکايي تلویزيوني شبکې «سي بي اس نيوز» سره په خبرو کې وويل: «په افغانستان کې حکومت ټول شموله نه دی او بېلا بېل اړخونه پکې شامل نه دي. له دې کبله تر څو چې دغه حالت وي، موږ به په افغانستان کې حضور ونه لرو.»

نوموړي زياته کړې: «خو که چېرې حکومت ټول شموله شي، موږ د ترکیې د حکومت په توګه کولی شو هلته حضور پيدا کړو.»

Afghanistan Kabul Regierungsbildung Symbolbild
انځور: WANA NEWS AGENCY via REUTERS

اردوغان زياته کړې: «موږ انتظار لرو چې په افغانستان کې ښځې په هره برخه کې ډېره فعاله ونډه ولري. او کله چې ښځې د ژوند په هره برخه کې لا فعالې شوې، موږ کولی شو مرسته وکړو.»

اردوغان د روان کال په جون مياشت کې په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې له ولسمشر جو بايډن سره په خپله لومړۍ ليدنه کتنه کې د کابل هوايي ډګر د مسئوليت اخيستلو په اړه خبرې کړې وې. خو په داسې حال کې چې اردوغان تېره اونۍ ومنله چې «دوی ښه پېل نه درلود» د دواړو ولسمشرانو ترمنځ اړيکي يو څه ترنګلي بريښي.

له هغو موضوعګانو څخه یوه یې چې ترينګلتيا یې رامنځته کړې، د ترکیې له خوا د روسیې څخه د دافع هوا سیسټم د رانيولو موضوع ده چې واشنګټن یې لوېدیځ ائتلاف ته ګواښ بولي.

د چهار شنبې په ورځ بيرته خپل هيواد ته تر ستنېدو مخکي، اردوغان له سي بي اس شبکې سره په مرکه کې دې ته اشاره وکړه چې ترکيه به له روسیې سره ورته نورې معاملې هم ترسره کړي.

اردوغان په راتلونکي کې په دې اړه د ترکیې د ارادې په اړه وويل: «په راتلونکي کې هیڅوک مداخله نه شي کولی چې موږ له کوم هېواد څخه کوم ډول دفاعي سیسټم او په کومه کچه ترلاسه کوو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: