1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: ‌طالبان باید په افغانستان کې اشغال پای ته ورسوي

۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال ختم کړي. د اردوغان په خبره، د طالبانو تګلاره د یوه مسلمان پر وړاندې د بل مسلمان تګلاره نه ده.

https://p.dw.com/p/3wgzs
Weltspiegel 19.05.2021 | Türkei Ankara | Recep Tayyip Erdogan, Präsident
انځور: Murat Cetinmuhurdar/PPO via REUTERS

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغاند د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۹) له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال پای ته ورسوي. اردوغان همدا راز د ترکي ځواکونو له لوري د کابل هوايي ډګر د مدیریت په برخه کې د طالبانو خبرداری ته ارزښت ور نه کړ.

قبرس ته تر سفر وړاندې د ترکیې ولسمشر د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو تګلاره د یوه مسلمان پر وړاندې د بل مسلمان په څیر نه ده. اردوغان وویل: «طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال ودروي او نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې سمدلاسه سوله حاکمیږي.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند څه موده وړاندې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او امنیت ساتلو په برخه کې د ترکیې پریکړې ته غبرګون ښولی وو او تر ټاکلې نېټې وروسته یې په افغانستان د بهرنیو ځواکونو پاتېدل اشغال بللی وو.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: »که ترکي چارواکي...زموږ د هیواد اشغال ته ادامه ورکړي، اسلامي امارت او افغان ولس به یې پر وړاندې ودریږي.« اعلامیه زیاتوي چې د عواقبو مسؤلیت به د هغه چا پرغاړه وي چې د نورو په چارو کې مداخله کوي او دا ډول ناسنجیده پریکړې کوي.

له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، ترکیې د کابل د هوايي ډګر د امنیت او مدیریت وړاندیز کړی او په دې برخه کې یې له امریکا متحده ایالاتو سره د سیاسي، لوجتسیکي او مالي ملاتړ خبرې کړي دي.