1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مارشال دوستم له څه پيغام سره کابل ته راغلی؟

۱۳۹۹ اسفند ۹, شنبه

د ولسمشر غني پخوانی لومړی مرستیال مارشال دوستم تر یو نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته په داسې حال کې راغی چې حکومت د سرتیرو ورځ لمانځله او بل لوري ته له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل شوي. د نوموړي راتګ ته غبرګونونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3q0Yw
Afghanistan Kabul | Marshall  | Abdul Rashid Dostum
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د افغان ولسمشر پخواني لومړي مرستیال مارشال دوستم هرکلي ته د ملي روغي جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله او د کابینې یوشمېر وزېران ورغلي وو.

دوستم کابل ته له ستنېدو سره سم نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبرورۍ ۲۷مه) یوې غونډې ته وویل، چې د سولې له روان بهیر او له نظام څخه کلک ملاتړ کوي. ښاغلي دوستم په کابل کې یوې غونډې ته وویل: «له نظام، سیستم او امنیت څخه دفاع زمونږ مسؤلیت دی.»

دوستم ګواښ وکړ چې که د سولې بهیر بریالی نه شي، نو چاته د نظام ګډوډولو اجازه هم نه ورکوي.

د حکومت پر چلند نېوکې

هاخوا له ځینو سیاستوالو او نفوذ لرونکو سره د حکومت چلند د چارو د یوشمېر کتونکو له جدي غبرګون سره مخ شوی.

د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال طاهر یرغل دویچه ویله ته وویل، له سیاستوالو سره د حکومت چلند د نظام ستنو ته جدي زیان اړولی. ښاغلي یرغل زیاته کړه: «حکومت تل لوبې کړي، مثلا له عطا محمد نور څخه د دوستم پرضد او له دوستم څخه د عطا محمد نور پرضد کار اخېستل او په همدې توګه محقق کله د حکومت مخالف او کله د حکومت متحد، چې دا لوبې د حکومت کمزوري کېدو سبب کیږي.»

دغه جنرال افغان حکومت تورن کړ چې د کورني سیاسي ثبات لپاره یو پیاوړی او مطلق دریځ نه لري. د نوموړي پروینا اوسنی ټولې ناامنۍ، سیاسي بې ثباتی او بهرني فشارونه د حکومت د دغه ډول سیاست پایله ده.

جنرال دوستم حکومت سره د مخالفت او بیا طالبانو سره د جګړې په موخه، له هېواده بهر او شمالي ولایتونو کې شاوخوا یو نیم کال تیر کړ. شاوخوا دوه کاله وړاندې هغه مهال چې جنرال دوستم د ولسمشر غني لومړی مرستیال ؤ، پر نوموړي د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د جنسي ځورونې تورونه ولګېدل.

له دې امله نوموړی په میاشتو میاشتو په ترکیه کې ؤ، چې ډیرو د هغه نه شتون نا اعلان شوی تبعید باله.

له آرګ سره تر کلکو مخالفتونو وروسته جنرال دوستم د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني له سیال عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ.

Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum
انځور: picture-alliance/dpa

تېر کال د ټاکنیزو جنجالونو څخه وروسته د غني او عبدالله په سیاسي هوکړه کې دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکول هم شامل ؤ. د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ پر ۱۷مه نیټه ولسمشر غني دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه، خو په دې اړوند جوړ شویو مراسمو ته یې د ارګ په استازولی کوم جګپوړی چارواکی نه و ورغلی.

مارشال دوستم د جګړې ګټلو ډاډ ورکوي

مارشال دوستم کابل ته تر ستنېدو وروسته، طالبانو سره د افغان ځواکونو جګړه «روا» وبلله او ډاډ یې ورکړ چې دا جګړه به ګټي. نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې که ولسمشر او امنیت شورا اجازه ورکړي، طالبانو ته به ماتې ورکړي.

خو پوځي شنونکي جنرال طاهر یرغل بیا په دې اړه وویل: «کاش دوستم د سولې له پيغام سره کابل ته راغلی وای، طالبان دی نه شي ختمولی، کاش ده ویلي وای چې که طالبان سوله نه کوي دی به له طالبانو سره سوله وکړي.»

هاخوا ټاکل شوې نن په ارګ کې د ولسمشر غني او سیاسي مشرانو ترمنځ ناسته وشي، چې چارواکي وايي مارشال دوستم هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

Afghanistan General Abdul Rashid Dostum Wahlkampagne
انځور: Getty Images/P. Bronstein

په ارګ کې د سیاسي مشرانو ناسته

د ملي روغې جوړې شورا مرستیال عنایت الله بابر فرهمند خبریالانو ته وویل، کابل ته د مارشال دوستم راتګ هم په همدې موخه دی. نوموړي وویل: «غوره به وي چې د دولت عالي شورا ناسته ووایم چې نن یوشمېر رهبران له ولسمشر سره ناسته لري چې د افغانستان د راتلونکي برخلیک او د افغان سولې بهیر برخلیک او نور ستر مسایل بحث کیږي.» په دې ناسته کې به شاوخوا ۲۰ سیاسي مشران ګډون وکړي.

د سرتیري ورځ

 مارشال دوستم داسې مهال کابل ته راځي، چې نن د کب ۹مه د سرتیري ملي ورځ، په بیلابیلو غونډو سره ولمانځل شوه. ټاکل شوې چې مارشال دوستم د سرتیرو د قدردانۍ په موخه ملي دفاع وزارت ته هم ورشي.

ولسمشر غني د دې ورځې په مناسبت وویل، چې اوسمهال شاوخوا ۹۰ سلنه پوځي عملیات افغان سرتیري ترسره کوي. ښاغلي غني په کابل کې د سرتیرو د ملي ورځې په مناسبت وویل چې د افغانستان د راتلونکي حکومت مشر به خلک د انتخاباتو له لارې ټاکي.

اسماعیل شاکر – کابل