1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د ناټو شرقي متحدین د اخلاقي لحاظه تقویه کړه

۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

د امریکا جمهوررئیس جو بایدن، د ناټو د شرقي نهوغړو دولتي او حکومتي مشرانو سره د لیدو پرمهال د کومک کولو وظیفه پرغاړه واخیسته، خو د نورو ځواکونو د ورلیږلو مشخصه وعده یې ور نه کړه.

https://p.dw.com/p/4Nsze
Polen Besuch Präsident Biden und Duda
جوبایدن په وارسا کي د بخارست ۹ ډلي سره د لیدو پرمهالانځور: Czarek Sokolowski/AP/picture alliance

په وارسا کي د ناټو د شرقي دولتونو د مشرانو سره په یوه سرمشریزه کي د امریکا جمهوررئیس جو بایدن، په پولینډ کي د خپلی وینا مهم پیغام  یو وار بیا تکرار کړ. هغه وویل چي د ناټو په مقابل کي د امریکا متحده ایالاتو مکلفیت کاملاً واضح دی: »دا خبره ما اکثراً کړې ده او یو وار یې بیا وایم چي د ناټو پنځمه ماده یو مقدس مکلفیت دی، چي امریکا قبوله کړې او د اجرا کیدو مکلفیت یې پرغاړه لري. موږ به د ناټو ساحې تر يوه انچ هم تیر نه سو.» د ناټو تړون پنځمه ماده د یوې حملې په صورت کي متقابل کومک مشخص کړی.

د پولنډ جمهوررئیس اندرې دودا، وویل چي پر اوکراین باندي د روسیې حملې د ټولي نړۍ پر امنیتي وضعیت باندي تأثیر کړی دی.

د ناټو شرقي نهوغړو هیوادونو، پولینډ، رومانیا، د چک جمهوریت، هنګري، سلواکیا او د بالتیک هیوادونه، لکه ایستلنډ، لیتواني او لیتوانیا په ګډه سره د بخارست نهه شرقي ډله جوړوي.

Polen Warsaw | Bukarest Neun
پنځه کاله دمخه د بخارست ۹ ډلي ګروپي عکسانځور: Jakob Ratz/Pacific Press/picture alliance

ولي دغه ډله جوړه سوه؟

د دغي ډلي جوړیدل په ۲۰۱۴م کال کي د بین المللي قوانینو خلاف د روسیې له خوا د کریمیا جزیرې الحاق و. د بخارست نهه غړي هیوادونه یا د پخواني شوروي اتحاد برخه وه او یا دا چي د وارسا د نظامي تړون د منافعو په حوزه کي شامل وه، چي اوس د ناټوغړي دي. بېله بلغاريا او چک جمهوریته، نور ټوله اوه هیوادونه د روسیې، اوکراین یا سپيني روسیې سره ګډ سرحد لري.

په ۲۰۱۵م کال کي د دغي ډلي له جوړیدو راهیسي هغوی هرکال یوه ګډه جلسه دایروي او تر اوسه پوري یې اوه جلسې نیولي دي، چي همدا اخري یې پرون په وارسا کي وه.

پدې ارتباط یو بل مطلب: گوتيرش د اټومي کړکېچ له زياتوالي څخه خبرداري ورکوي

په ۲۰۱۸م کال کي د دغي ډلي د جلسې پرمهال د پولینډ جمهوررئیس، اندرې دودا په ناټو کي د اوکراین او ګرجستان د شاملیدو خبره مطرح کړه. د ۲۰۲۱م کال په می میاشت کي د رومانیا جمهوررئیس کلاوس یوهانیس، په یوه ویډیويي کنفرانس کي چي جو بایدن هم برخه اخیستې وه، د ناټو په شرقي غړو هیوادونو کي د ډېر نظامي حضور غوښتنه وکړه.

په هغه جلسه کي چي د ۲۰۲۲م کال په جون کي په بخارست کي دایره سوه، د ناټو ټولو غړو هیوادونو د فنلنډ او سویډن پر شاملیدو باندي ټینګار وکړ.

پر اوکراین باندي د روسیې حملې ته په کتو سره یوهانیس وویل: «ناټو باید په داسي حالت کي وي چي د هغوی د قلمرو د هر سانتي متر دفاع وکولای سي.»

پدې هکله یو بل مطلب: چین د اوکراین په جنگ کي د سوله ایزو نوښتونو اعلان کړی

د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کي د «بخارست ۹» دولتونو مشرانو په اوکراین کي پر ملکي اهدافو باندي د روسيې راکټي حملو د ختمیدو غوښتنه وکړه، او هغه یې جنګي جنایت وباله، کوم چي د بین المللي قوانینو مطابق د مجازاتو وړ دي.

ایا د «بخارست ۹» ډله واحد نظر لري؟

نه. په داسي حال کي چي خصوصاً پولنډ او د بالتیک درې هیوادونه د روسیې په مقابل کي د سختي تګلاري غوښتونکي دي، نورغړي بيا، تر ټولو دمخه هنګري سخته تګلاره ردوي. د دغه هیواد صدراعظم ویکتور اوربان، تيره اونۍ د مونشن په امنیتي کنفرانس کي اوکراین ته د وسلو لیږل په غیر مستقیم ډول په جنګ کي د شاملیدو سره مشابه کړه. هنګري پر روسیې باندي د اروپا اتحادیې پر اقتصادي تعزیراتو سربیره د دغه هیواد سره ښه اقتصادي روابط پالي.

د بلغاريا جمهوررئیس رومن رادیف، هم اوکراین ته د نورو وسلو لیږل ردوي او نه غواړي د روسیې په مقابل کي ځیني تعزیرات عملي او ملاتړ یې وکړي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم: