1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: امریکا په افغانستان کي ناکامه شوي

۱۴۰۰ خرداد ۳۱, دوشنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چې امریکا متحده ايالات افغانستان ته د افراطيت پر وړاندې مبارزې او ثبات رامنځته کولو له پاره راغلې وه، خو اوس په داسې حالت کي افغانستان پریږدي چې په دواړو هدفونو کي ناکام شوي.

https://p.dw.com/p/3vIGP
FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
انځور: Reuters/Omar Sobhani

حامد کرزي له اسوشيتد پريس خبري آژانس سره د يکشنبې په ورځ په يوه مرکه کې ويلي دي چې افراطيت په افغانستان کې تر ټولو «لوړ حد» کي دی او نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو سره يو ناورين پرځای پريږدي. هغه دغه څرګندوني د امريکا او ناټو ځواکونو د وتلو له بشپړولو څخه څو اونۍ مخکې کوي.

کرزي ويلي دي: »نړيواله ټولنه شل کاله پخوا د دې ښکاره هدف له پاره دلته راغله چې له افراطيت سره مبارزه وکړي او ثبات رامنځته کړي... خو اوس افراطيت په لوړه کچه شته، ځکه نو هغوی ناکام شوي دي.« د افغانستان پخواني جمهور رئيس زیاته کړې ده چې په جګړه ځپلي هيواد افغانستان کي د نړيوالو قواو ميراث «په بشپړ ډول يوه رسوايې او ناورين» دی.

له دې سره چې حامد کرزي چې د خپل ۱۳ کلن حکومت په وروستيو کي له امريکا متحده ايالاتو سره ترينګلې اړيکې لرلي، د نړيوالو ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی او ويلي يې دي چې افغانان سولې ته په ارزو کې سره متحد دی او بايد د خپل هيواد د راتلونکي مسؤليت پر غاړه واخلي.

کرزي ويلي دي: «موږ به د هغوی له نظامي حضور پرته په ښه وضعيت کي و اوسو. زه فکر کوم چې موږ بايد په خپله د خپل هېواد دفاع وکړو او خپل ځانونه وساتو... دغه پوځي حضور موږ ته (هغه څه راکړي دی) چې موږ اوس يوو.... موږ نه غواړو دغه بدمرغي او بې عزتي چې ورسره مخامخ یوو، نوره هم دوام وکړي. د افغانستان له پاره ښه دا ده چې هغوی له دې ځايه ولاړ شي.

د حامد کرزي د حکومت په جريان کې چې په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په پوځو عملياتو سره د طالبانو رژيم تر راپرځولو وروسته رامنځ ته شو، ښځو دوباره په عامه برخو کي لار پيدا کړه، نجوني ښوونځې ته ولاړي او ځوانه مدنې ټولنه رامنځ ته شوه، په کابل کې لوړ پوړې ودانۍ جوړې شوې، سړکونه او زيربناوي جوړې او يا بیا ورغول شوي. خو د هغه د حاکميت پر بهیر مدام د پراخ فساد تورنه لګول کيدل او د مخدره توکو تجارت پراخ شو. هغه د خپل حکومت په وروستیو کي له امريکا سره ترينګلې اړيکې درلودې چې اوس هم دوام لري.

د افغانستان پخوانې جمهور رئيس ويلي دي: « د امريکا او ناتو نظامي کمپاين د افراطيت يا ترهګرۍ پر ضد نه وو، بلکې د افغانستان د ارزوګانو او کليو پر ضد وو؛ د افغانستان وګړې يې زندانونو ته واچول، زموږ په هيواد کې يې زندانونه جوړ کړل... او ټول کلې يې بمبار کړل، دا ډېره اشتباه وه.«

د امريکا جمهور رئيس جو بايدن په اپريل مياشت کې د امريکاي ځواکونو د وتلو په اعلان سره ويلي چې امريکا خپل هدف ته رسیدلي، له افغانستان څخه وځي او دا هيواد پريږدي. القاعده په پراخه کچه کمزورې شوې او بن لادن د دغه ډلې پخوانې رهبر وژل شوی دی. هغه ويلي ول چې امريکا نوره د ترهګرۍ د ګواښونو پروړاندي مبارزې ته اړتیا نه لري چې امکان لري له افغانستان څخه رامنځته شي او امريکا دي په افغانستان کې نظامي حضور ولري.

کرزي له دې سره چې د طالبانو له رهبرۍ سره د امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا د خبرو پلوي کوله تل د امريکا پرجګړه ايزو تاکتيکونو انتقاد کړی دی.

د امريکا هغه کوښښونو چې په افغانستان کې د جګړې پاي ته رسول د يو سياسي جوړ جاړي له مخي ګڼي، تر اوسه يې کومه پايله نه ده لرلې. امریکا د ۲۰۲۰م کال په فبروري مياشت کي له طالبانو سره يوه توافقنامه امضا کړه.

کرزي چې د خپلي دندې تر ختمېدو وروسته بيا هم سياسي اغيز ساتلی او ډير کله د سیاسي غونډو په محراق کې ځای لري، ويلي دي: «د ټول افغانستان د خلکو غوښتنه په ټول هېواد کې سوله ده.«

ډېر بهرني ديپلوماتان او لويديځ مقامات، جنرالان، سيمه ايز انتقاد کوونکي او سیاسي څېرې په پرله پسې ډول په کابل کې له کرزي سره ګوري. کرزی د جګړې دواړو خواو ته پيغام لري: «د افغانانو يو اړ هم بايد جګړه ونه کړي.»

کرزي هم پر پاکستان، چيرې چې د طالبانو رهبري ده او هم پر امريکا متحده ایالاتو د جګړي اور د زياتیدلو له کبله انتقاد کوي او ټينګار کوي چې دا افغانان دي چې د څو لسېزو جګړه بايد ختمه کړي.

د افغانستان پخواني جمهور رئيس زياته کړې ده: »منازعې ته یوازنې ځواب دا دی چې افغانان يو له بل سره جوړ راشي، موږ بايد دا ومنو چې دا مو هيواد دی او يو د بل وژنه نوره ختمه کړو.«