1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

«جو بایدن په کابل کي د طالبانو رژیم زغمي»

۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه فایننشل ټایمز لیکي: «بایدن د خپلو استخباراتي ادارو د مشورو برخلاف چي ګومان کوي په ۲ تر ۳ کلونو پوري به طالبان د ټول هیواد کنټرول په لاس کي واخلي، خپل ځواکونه راباسي».

https://p.dw.com/p/3sDT7
USA Washington | Joe Biden zu Truppenabzug aus Afghanistan
انځور: Andrew Harnik/Getty Images

فایننشل ټایمز ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپریل ۱۹) لیکلي دي چي بایدن غواړي، امریکا به له لیري څخه د ډیپلوماسۍ په واسطه هغه څه تر لاسه کړي، چي پخپله یې په افغانستان کي نه دي ترلاسه کړي. داسي افغانستان چي هیڅ وخت باید د نړيوالو ترهګرو په مرکز باندي تبدیل نه سي.

شاید اوسنۍ پالیسي کامیابه هم سي. او دا هم د افغانستان پر دا ډول همسایه هیوادونو باندي، کوم چي ډیره لږ له دې سره علاقه مندي لري چي د ورځ په ورځ کمزوره کیدونکي جمهوررییس غني ملاتړ وکړي.

د ورځپاڼي په حواله، د جو بایدن له پاره به تر تولو ښه چانس دا وي چي طالبان د داعش په حریفۍ کي وویني او نه د متحد په توگه او القاعده شبکه چوپ پاته سي.

بایدن سیګنال ورکړی دی چي په افغانستان کي د یوه اسلامي حکومت (طالبان) جوړیدل کیدلای سي په دې منځ کي تحمل سي، خو له افغانستان څخه ترهګري په هیڅ صورت باید صادره نسي. خو څنګه به هغه پوه سي چي «دغه پروسه به بل ډول نه کیږي. جواب یې دادی چي په دې باندي اوس بایدن هم نه پوهیږي.»

یوې بلي لندنۍ ورځپاڼي «د ټایمز» له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه تبصره کي لیکلي دي: د امریکايي قواوو وتل د طالبانو پروپاګنډ ته زمینه برابروي: «په دې باندي سړی په اسانۍ سره پوهیدلای سي چي جمهوررئیس بایدن پر امریکا باندي د ترهګري بریدونو شل کلني یعني د سپتمبر ۱۱ مه ولي له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د راوتلو مساعده نېټه انتخاب کړې ده.»

100506c-001Breakfast meeting between NATO Secretary General, Anders Fogh Rasmussen and US Vice President, Joe Biden
انځور: NATO

ورځپاڼي زیاته کړې چي په حقيقت کي تر دې نو بله خرابه نېټه نسوای ټاکل کيدلای: »دغه نېټه له افغانستان څخه د ځواکونو د رايستلو د فیصلې په هکله د ښه نیت پرته، کوم چي یې په تاریخ او نه مشخصو شرایطو باندي مربوطه کړې ده، القاعدې او طالبانو ته د یوې سمبولیکي کامیابۍ معنی لري او ورته د پروپاګنډ زمینه مساعده کوي. سړي کولای سوای له دې څخه اجتناب وکړي...»

ورځپاڼه همدارنګه کاږي: اوس ددې هیله کیږي چي افغانستان له سقوط سره مخامخ نسي او همدارنګه په  ګډوډۍ، انارشۍ او جنګ کي غرق نه سي.