1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مدیترانې بحیرې شاوخوا کي اورونو ډېر زيان اړولی

۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبه

په ترکیه، ایټالیا او یونان کي اطفاییه کوښښ کوي، چي په سلونو ځایونو کي لګېدلي اورونه خاموشه کړي. دغو اورونو په عین حال کي سخته ګرمي رامنځته کړې او د حرارت درجه یې تر څلویښتو هم اړولې ده.

https://p.dw.com/p/3yQiH
Türkei | Waldbrände | Marmaris
انځور: Yasin Akgül/AFP/Getty Images

وچه هوا او سخت بادونه، چي د سختي ګرمۍ سره مل دي، ددې سبب کیږي، چي د اور لمبې ډیر ژر خپرې سی. د ترکیې په جنوب کي بیا په سلهاوو هوټلونه او کلي باید تخلیه او خلک امن ځایونو ته انتقال سوي وای.

ددغه هیواد د بوډروم ښار یوه مکمله ناحیه باید خالي سوې او خلک د امن ځایونو ته انتقال سوي وای. ۵۴۰ تنه یوازي د کښتیو په واسطه انتقال سول، ځکه چي د سړکونو څخه نور د تیریدو امکانات موجود نه وه.  

په ټوریسټي ځایونو، لکه اناتولیه او موګلا کي اورونه اوس هم بل دی، چي بیا د حکومتي ارقامو پراساس په نورو ځایونو کي تر کنټرول لاندي راغلي دي. تر اوسه پوري په دغو اورلګیدنو کي ۸ کسان مړه سوي دي.

دا په ترکیه کي له یوې لسیزي راهیسي تر ټولو سختي اورلګیدني دي. یوازي د کال د شروع څخه اورونو تقریبأ ۹۵ زره هکټاره مځکه ویجاړه کړې ده. دا پداسي حال کي ، چي د ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۲۰  کال پوري په متوسط ډول سره د کاله فقط تقریبأ ۱۳۰۰۰ هکټاره مځکه ویجاړه سوې ده.

Griechenland | Waldbrände | Lambiri
انځور: Louisa Gouliamaki/AFP/Getty Images

په ایټالیا کي اورونه

د ایټالیا په جنوب، د اکولیا، کالابريا او کمپانیا په منطقو او همدارنګه روم او مرکزي ایټالیا کي بیا د ۸۰۰ اورلګیدونو خبر ورکول سوی دی. په حداقل ۲۵۰ اورلګیدنو سره بیا تر ټولو ډیر په سیسیلیا کي اورونه بل دي. دغو اورونو ډیري خرابۍ رامنځته کړي او هم یې تفریحي او سیاحتي ځایونه تخریب کړي دي.

Türkei | Waldbrände | Marmaris | Evakuierung
انځور: AFP via Getty Images

په یونان کي اورونه او سخته ګرمي

د یونان  د پیلوپونا جزیرې څخه باید اوسیدونکي او ټوریستان دواړه د امن ځایونو ته انتقال سوی وای. د پاترا د ښار پنځه کلي هم باید تخلیه سوي وای. د یونان په ډیرو نورو سیاحتي ځایونو کي هم باید هوټلونه تخلیه، ټوریستان او اوسیدونکي یې د امن ځایونو ته انتقال سوي وای.

یونان اوس باید د سختي ګرمۍ سره هم مقابله وکړي: نن دوشنبه او سبا سه شنبه د تر ۴۴ درجو سانتي ګراد پوري د ګرمۍ اټکل سوی دی او لا د سختي ګرمي د ختمیدو هیڅ آثار نه معلومیږي. ددغه هیواد تقريباً ټول هواپیژندونکي د یوې «تاریخي ګرمي څپې» څخه خبري کوي ، چي یووار بل په دغه هیواد کي په ۱۹۸۷ م کال کي پيښه سوې وه.

هغه وخت په یونان کي ګرمۍ  څو ورځي دوام وکړ او د سانتي ګراد درجه تر څلویښتو هم واوښتله چې له کبله یې تر ۴۰۰۰ اضافه انسانان مړه سوي وه.