1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په نړۍ کې هر لسم ماشوم کار کولو ته مجبوره دی»

۱۴۰۰ خرداد ۲۰, پنجشنبه

يونيسف او د کار نړيوال سازمان موندلې چې په شلو کلونو کې په لومړي ځل د ماشومانو د کار پر ضد مبارزې پرمختګونه ټکني شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ugLX
Iran Kinderarbeit
انځور: Fararu

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف او د کار نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې ويلي دي چې په نړۍ کې هر لسم ماشوم کار کولو ته مجبوره دی چې دا یې په کوچني سن کې ودې ته زيان رسوي.

زياته شوې چې د ۲۰۲۰م کال په پېل کې د اټکلونو پر اساس کابو ۱۶۰ ميليونه ماشومان په کار بوخت ول. دا په دې معنی ده چې په څلورو کلونو کې د ماشوم کارګرو شمير ۸،۴ میلیونه زيات شوی دی.

په دې توګه مخکنی مثبت پرمختګ درېدلی دی. د يونيسف او کار نړيوال سازمان په حواله د ۲۰۰۰ م او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ د هغو نجونو او هلکانو شمیر چې کار یې کاوه ۹۴ میليونه کم شوی وو.

«د نويو هلو ځلو اړتيا»

د کار نړيوال سازمان مشر ګوې رېدر نوې شمیرې د «مرستې غږ» بللی. هغه وويل: «موږ نه شو کولی چې د ماشومانو يو نوی نسل له خطر سره مخ کيدو ته پريږدو.»

هغه زياته کړه چې د کورنيو له پاره هر اړخیزو اقداماتو ته اړتيا ده. همدا راز د لیرې پرتو سيمو د پرمختګ او د زراعت په برخه کې ډېرو پانګونو ته اړتيا ده. نوموړي وويل چې دمګړۍ نړۍ له يوه پريکړنده حالت سره مخامخ ده. هغه زياته کړه: «اوس نويو هلو ځلو او انرژۍ ته اړتيا ده، څو يو بدلون رامنځته او د بې وزلۍ او ماشومانو د کار کړۍ ماته شي.»

د رپوټ په حواله کيدای شي د راتلونکي ميلادي کال تر پايه پوري د کرونا پانديمي له کبله نور ۹ ميليونه ماشومان کار کولو ته مجبوره شي.

د کرونا بحران پر دې سربیره د هغو ماشومانو له پاره خطر ډېر کړی دی چې لا دمخه کار کولو ته مجبور ول: په داسې حال کې چې د والدينو د عايد امکانات له منځه تللي د ماشومانو د کار شرايط نور هم خراب شوي او د کار ناوړه ډولونه یې پراخ شوي دي.

د يونيسف اجرائيوي مشرې هينريتا فوره وويل: «د کرونا په دويم کال کې د بندیزونو، ښوونځيو د تړل کيدو، اقتصادي ستونزو او د ملي بوديجو کمښت ځيني کورنۍ له يوه ډېر ځورونکي انتخاب سره مخ کړي دي.»

نوموړې پر حکومتونو او پراختيايي بانکونو ږغ وکړ چې د اړمنو کسانو ته کاري زمينې برابري کړي، څو د ماشومانو د کار اړتيا کمه شي.

ب. ص/ ن. ز (kna, epd, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: