د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ومړ
۱۴۰۰ تیر ۱۰, پنجشنبهرامسفلد د ولسمشر گیرالد فولد پر وخت له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷م کاله پوري د دفاع وزیر وو. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پوري د جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال هم د دفاع وزير وو.
نوموړي جمهوري غوښتونکي ته د عراق په جگړه کې د مهم نقش لوبونکي په سترگه کتل کیږي چي هدف یې د صدام حسین راپرځول وو. دغي جگړې درې نیم کاله دوام وکړ او تر هغه وروسته رامسفلد د بوش له خوا له دندي گوښه کړل سو.
د رامسفلد په وخت کي په امریکا متحده ایالاتو کي د سپتمبر د یوولسمي بریدونو په غبرگون، پر افغانستان باندي د امریکا متحده ایالاتو یرغل هم پیل سو.
د عراق په شان، رامسلفد افغانستان ته هم څه ناڅه کوچنۍ پوځي ډله واستوله. طالبان هم د صدام حسین په شان له قدرته لیري کړل سول. خو رامسفلد نه په عراق او نه هم په افغانستان کي د نظم او عدالت پر راوستلو بریالی سو. همدارنگه د رامسفلد پر وخت د امریکا ځانگړو ځواکونو ونه سوای کولای، د سپتمبر د یوولسمي نېټې مهم مسؤل، اسامه بن لادن هم ونیسي.
پر رامسفلد باندي له دې کبله نيوکي کېدلې چي د کیوبا په ګوانتانامو او د نورو ترڅنگ په عراق کي د ابوغريب په زندان کي له بندیانو څخه د تحقیقاتو پر وخت یې یوه شخړه ایز میتود ته چې د بشري حقونو فعلانو شکنجه بلله، اجازه ورکړې وه.
GP/NZ/AG