1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردوغان تر انتقاد وروسته فرانسې له ترکیې خپل سفیر وایست

۱۳۹۹ آبان ۴, یکشنبه

اردوغان د اسلام په تړاو د فرانسوي ولسمشر ماکرون د څرګندونو په غبرګون کي هغه ته «د دماغي معاينې» مشوره ورکړه. فرانسې خپل سفير له انقرې بېرته وغوښت.

https://p.dw.com/p/3kPOy
Frankreich Paris | Staatstreffen | Erdogan und Macron
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Marin

اردوغان د اسلام په تړاو د فرانسوي ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کي هغه ته «د دماغي معاينې» مشوره ورکړه او فرانسې له انقرې څخه خپل سفیر بېرته ورغوښتی دی.

فرانسې د رجب طيب اردوغان له خوا پر خپل فرانسوي هم منصب ايمانويل ماکرون د سختو نيوکو وروسته له انقرې څخه خپل سفير بېرته ور وغوښت.

دا د ماکرون پر ضد د اردوغان د لانجمنو څرګندونو په وړاندي د فرانسې دیپلوماتيک غبرګون دی. په دې ترڅ کي د «اسلام سره ضديت» او «ماکرون دي د خپل دماغ معاينه» وکړي په شان فقرې واورېدل سوې.

ماکرون له ترکيې څخه د خپل سفير ايستل د اردوغان د څرګندونو په وړاندي د فرانسې غبرګون ياد کړی دی. د ماکرون په وينا د اردوغان الفاظ «د منلو وړ نه دي.»

له دې مخکي اردوغان په مرکزي اناتوليه کي د خپل ګوند (AKP) په کنګره کي د وينا پر وخت «په اروپا کي د اسلام سره د ضديت د نخښو د مخ په وړاندي زياتېدو» خبره کړې وه.

د بيان آزادي د ديني آزادۍ په مقابل کې

ولسمشر ايمانويل ماکرون يوه اونۍ تر مخه د يو فرانسوي ښوونکي تر قتل وروسته د توندلاري اسلاميزم پر وړاندي د مبارزې اعلان کړی وو. د سامويل پاتي په نوم د تاريخ فرانسوي ښوونکي په ښوونځي کي د شارلي ابدو مجلې له خوا خپاره سوي د اسلام د پيغمبر ص هغه کاريکاتورونه په ټولګي کي ښودلي ول چي له کبله يې د دغي مجلې پر دفتر خونړی ترهګریز بريد تر سره سوی وو. ياد فرانسوی ښوونکی د يو ۱۸ کلن روسي چيچنيايي کس له خوا په چاړه ووژل سو. پوليسو بريدګر په ډزو وواژه.

«د دماغي علاج اړتيا لري»

اردوغان نه يوازي په «اروپا کي د مخ په زياتېدونکي اسلام ضديت د نخښو» خبره وکړه، بلکه هغه په خپلو نيوکو پر ماکرون شخصي لفظي بريد وکړ او د ماکرون په هکله يې وويل: «دغه شخص د اسلام او مسلمانانو په وړاندي څه مشکل لري؟» اردوغان اضافه کړه چي ماکرون سايکولوژيک/دماغي علاج ته اړتيا لري. د هغه په وينا ماکرون په ديني آزادي نه پوهيږي.

ترکيې له دې مخکي د ماکرون پر هغو څرګندونو هم غبرګون ښودلی وو چي په ترڅ کي يې ماکرون د اسلاميزم په وړاندي د فرانسې له اساسي قانون څخه د دفاع خبره کړې وه او زياته کړه يې وه چي ګواکي اسلام په ټوليزه توګه په ټوله نړۍ کي د بحران سره مخامخ دی.

آ./ا.ا./ش.ن.