1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون: فرانسه د «اسلام» پر ضد مبارزه نه کوي

۱۳۹۹ آبان ۱۵, پنجشنبه

د فرانسې جمهورئیس، ایمانویل ماکرون ډاډ ورکړی، چي هیواد یې د «اسلام» سره په جنګ کي قرار نه لري. هغه فایننشل ټایمز ورځپاڼۍ ته ویلي، چي فرانسه د اسلامي تجزیه طلبۍ پر ضد جنګیږي، خو د اسلام پر ضد هیڅ وخت نه.

https://p.dw.com/p/3kufp
Paris Präsident Macron
انځور: AFP/G. Fuentes

ماکرون دغه خبري پرون چهارشنبه بريتانوۍ ورځپاڼې «فایننشل ټايمز» ته په یوه نشر سوي خط کي لیکلي دي. د اسلامي افراطیت په شک د یوه معلم تر وژل کیدو وروسته ماکرون په خپلو اظهاراتو سره په اسلامي هیوادو کي د قهره ډک احتجاجونه را وپارول.

ماکرون په خپل دغه اوږده خط کي لیکلي چي فرانسه د متعصبینو او هغو افراطینو پر ضد مبارزه کوي، چي په زور او تشدد لاس پوري کوي، خو «هیڅ وخت د یوه مذهب پر ضد نه.»

په دغه لیک سره ماکرون د هغه یوه مضمون پر ضد عکس العمل ښکاره کړ، چي د دوشنبې په ورځ د فايننشل ټایمز په ویب سایټ کي نشر سوی وو خو وروسته بیرته لیري سوی ؤ. په هغه کي پر مکرون باندي تور لګیدلی ؤ، چي غواړي مسلمانان د انتخاباتي تاکتیک په دلیل بې برخې او يا مستثنا کړي.

ماکرون اوس ټینګار کړی دی، چي په دغه مضمون کي د ده اظهارات تحریف سوي دي. په خبره یې دی به دې ته اجازه ورنه کړي، چي یو څوک فرانسوي دولت په دې «تورن کړي، چي د مسمانانو پر ضد راسیزم ته لمن وهي او حمایه کوي یې.»

ماکرون په خپل دغه خط کي لیکلي، چي د «اسلامي تجریه طلبۍ» څخه یې مطلب د فرانسې د نورو برخو منزوي کیدل دي. هغه وايي، په مشخصو ناحیو او انټرنیت کي افراطي اسلامي ګروپونه کوچنیانو ته د فرانسې د جمهورریت پر ضد کرکي ته لمن وهي او خلګو ته د قوانینو د نه اطاعت کولو دعوت ورکوي.